نوره مونږ مه وژنئ

نوره مونږ مه وژنئ


  • 4 کاله دمخه (07/11/2020)
  • جاوید امیرخېل ..
  • 1257

دا بې ګناه مرګونه کېږي

جانان ته وایه چې وختي کورته راځینه

په دې ستر ملت کې له ۱۳ کلن واخله تر ۸۰ کلن

پورې ټول مسؤل یو که مونږ هر یو په خپله برخه کې خپل مسؤلیتونه اوپیژنو نه به له ولسمشر ګیله لرو او نه له ولسکشره

او نه به دا هره ورځ بې ګناه قتل کېږو

مونږ تاسې هر یو په دې عقیده ژوند کو چې زما سر دې سلامت وي که په نورو هره بده ورځ وي نو زه یې څه کوم

تو خدای په جومات کې بې نظمي په نانوایي کې بې نظمي په روغتون کې بې نظمي په سړکونو بې نظمې

په هوټلونو کې بې نظمي اخر ولې ؟ ولې مو دا خپل هیواد خپل خلک دومره زخت دي چې د یو بل په قتل غلي او چپ ناست یوه ساده بیلګه درته ښیم

همداسې مو د ژوند هره چاره هره برخه ګډه وډه ده

زه هره ورځ ځوانان سپین ږیري پیغلې مشرانې میرمنې ګورم چې په موټرونو کې برګر انرژي سوپ یاکوم بل څه وخوري

کاغذونه قطي ګیلاسونه پر سړک غورځوي آخر ولې ؟

که څه ورته وایي جنګ درسره کوي چې ستا څه کار دی

دا سړک خو زمونږ ستاسې د کور مثال لري ولې په مونږ کې دومره عقل نشته او ضمیر مو مړ دی چې حد اقل په دې نه پوهېږو چې

سم نا سم کار کوم یو دی دا مې یوه ساده بیلګه درته وخوده

د لوی الله (ج )په خاطر د محمد رسوال الله په خاطر چې نوره خو هوښیار شي له بیګاه له نن څخه یې زده کړئ لږ په دې خپل وطن رحم وکړئ ننګ وکړئ غیرت وکړئ همغه چې یو بل ته ګستاخي کوئ بې نظمي کوئ

د دې پر ځای د یو بل خاطر وکړئ پر یو بل ننګ وکړئ رحم وکړئ

مونږ تاسې ټولو د ژوند په منفي اړخ تمرکز کړی

راشئ سر له سبا د یو بل قدر وکړئ یو بل اومنئ

یو بل ته ارزښت ورکړئ که نتیجه یې مثبته نه وه

بیا خو بده چاره چا رانه وړي نه ده

زیاتي سړي شو په رب تعالی درته قسم خورم چې نن مې د خپل وطن او خپلو

خلکو په دې بدبختې ورځي وژړل ځکه چې ولې نه پوهېږو

که دولت ناغېړي لري ولسونه یې هم لري

همدې مونږ ولسونو تل د پردو په خوله

هره نادوده پخپل وطن کړې او خپل ورور مو پرې وژلی

لوی شاعر سلیمان لایق څه ښه وایي

تاته چاوې چې پردی یې خوله دې ماته د هغو شي

او ته ولې ورته غوږ یې چې دوښمن په ګفتګو شي

که مونږ هر یو خپلې شخصي ګټي له خپلو مغزو اوباسو

د وطن او د هر وګړي

په غم شریک شو جنګ خپله له منځه ورکېږي د ښمن ته خو

همدا زه او ته په کور کلي کې ځای ورکو همدا ولسونه یې ورکوي ته هغه غیرت چې هره ورځ یې د خپل ورور په مقابل کې کوي د وطن په ننګه وکه

د د ښمن پلار جرأت نه شي کولې چې ستا یو څپک خاورې ته زیان ورسوي یادې ورور عزیز ووژني

د دې وطن هر وګړی ولسمشر دی هر یو مو لکه د غره

همت شجاعت لرئ نو بسم الله وکړئ لاس په لاس شئ

دا خپل ړنګ کور خپله آباد کړئ

په اسلامي نړۍ کې ډېر شته چې تر مونږ ښه مسلمانان ځانونه بولي خو زمونږ په خوار وطن چې ۴۱ څلویښت کاله وشو اور بل دی هیڅوک غږ نه کوي چې دا اور دې نوره مړ شي

دا جنګ که د هرامتیاز په خاطر وو نوره بس دی

د همغه څه په لهاز چې تاسې پرې ایمان لرئ

د انسانیت د نوم په لهاز چې در پورې ده

نوره مونږ مه وژنئ

د سوال لمنه درته غوړوم

جاوید امیرخېل ..