د امریکا اوسني ولسمشر ملت ته پخپله لومړۍ وینا کې ویلي، چې یواځې ددیموکرات ګوند ولسمشر نه دی، بلکې د ټولې امریکا لپاره به کار کوي. نوموړي پخپله وینا کې د ټرمپ خلاف هیڅ څرګندونه نه ده کړې او ملت ته یې یواځې د خپلو پلانونو په اړه ویلي.
بایډن دا هم زیاته کړې چې هڅه به وکړي، چې له کرونا څخه راپیل شوی وضیعت عادي حالت ته وګرځوي.همداشان د امریکا نوې مرستیالې ولسمشرې کمالا حرس له امریکایانو مننه کړې او ژمنه یې کړې، چې له زړه نه به کار کوي.
بایډن د امریکا ۴۶ ام ولسمشر شو، چې د رایو په اکثریت څوکۍ خپلوي.