ولسمشر غني جوبایډن ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې.
ولسمشر غني په یو ټویټ کې ویلي چې
امریکا او افغانستان یو له بل سره ډیرې ژورې اړیکې لري او دی په بیلابیلو برخو کې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
ولسمشر غني ویلي، جوبایډن ته مبارکي وایم او د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی یم.
نوموړي همداراز ويلي، چې د نړیوالې ترهګر او سولې په اړه به د امریکا د نوي حکومت او افغان دولت اړیکې لا پیاوړې وي.
که څه هم تر دې وړاندې د امریکا د نوي حکومت په اړه افغان سیاسونو مختلف نظرونه درلودل، خو ارګ بیا ویلي وه، چې له امریکا سره یې اړیکې د مشترکو ګټو په اساس دي.