ډهلي لوبډلې حيدرآباد مات کړ او پايلوبې ته يې لار ومونده.

ډهلي لوبډلې حيدرآباد مات کړ او پايلوبې ته يې لار ومونده.


  • 3 اونۍ دمخه (08/11/2020)
  • انوش ننګیال
  • 133

سنرايزر حيدرآباد لوبډلې نن شپه ډهلي کپيټلز لوبډلې سره نيمه پايلوبه ترسره کړه، چې د ډهلي په ګټه تمامه شوه.

ياده لوبه کې پچه ډهلي وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه، چې ټاکلو شلو اورونو کې يې د شکردوان د ٧٨ منډو په مرسته سيالې لوبډلې ته د ١٩٠ منډو هدف ورکړ.

حيدرآباد په ځوابي توپوهنه کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ټولې ١٧٢ منډې وکړې او د ١٧ منډو په توپير يې لوبه وبايلله.

د دغه ليګ وروستۍ يا فاينل لوبه راتلونکې سه شنبه د ممبي انډينز او ډهلي کپيټلز ترمنځ ترسره کېږي.