کله- کله د یوې مطالعې، یا یوه خبر اورېدو په نتیجه کې، په داسې وضعیت کې راشم چې که د کورنۍ په منځ کې و نه اوسم، ممکن په زوره- زوره چیغې ووهم او را ډک شوی زړه مې، د ځوانې کونډې په دود تش کړم.
نن د هارون صمیم د "منوره کورنۍ" لوست، بیا له دغسې حالت سره مخ کړم خو بیامې هم د زړه تشولو چانس و نه موند او همداسې ډک پاته شو.
دا د زلمي لیکوال -هارون صمیم- لومړنی څېړنیر اثر دی چې د ایازیو پر روښانه کورنۍ یې لیکلی او تازه د صداقت خپرندویه ټولنې له خوا (۱۳۹۹ل) د "منوره کورنۍ" په نوم، په ۱۲۶ مخه کې چاپ شوی دی.
ښایي لوستونکو ته سوال پیدا شي چې دا خو کوم هنري تخلیق نه دی چې د انسان احساسات اورني کړای شي او ژړا، بیانو په غرغړو ژړا ته یې ودرولای شي، یو تحقیقي اثر څنګه دا کار کولای شي؟
د کتاب لوست د لاندې دلایلو پر اساس، د درد او خوښۍ له ګډوله عواطفو سره ښکېل کړم:
یو- د کتاب لوست سخت ارمان راته ودراوه چې د جهاد په نوم، د دنیا تر ګردو مردارتر جنګ، څنګه د معنویت پر غولي دوو نغریو ته کښېنولو! د کادرو ځلاند څراغان مو څنګه، د دغه کثیفې جګړې د مانا وژونکو سیلیو له وهمه، تر اوو غرو او اوو دریابو راڅخه واړول شول! له رڼاګانو یې نورو ګټه واخیسته، دا خو لا بیاهم ښه وه، اما د ډېرو نورو رڼاګانې مو د عالم- عالم حسرتو او مایوسیو په انزوا کې ضابع شوې او موږ یې د جهل، تحجر، افراطیت، وحشت او تروریسم په تورتمو کې ډوب پرېښولو! داچې د ایازي کورنۍ منور غړي مې لوستل چې اکثره یې په بهر کې اوسیږي، یا په پردیسې کې په ابدي پردیسې پسې تللي، نو په رشتیا یې چیغو یا ښه دی ووابم، رمباړو ایستو ته اړایستلم.
دوه- د خوښۍ اړخ یې بیا دا دی چې د وحشیانه جنګ له خاورو و ایرو څخه، د هارون صمیم غوندې، د فرهنګ یو بڅرکی را الوتی دی چې خپله لومړنۍ څېړنه، په دومره بریا سره بشپړوي چې هر څومره مایوس انسان ته هم د هیلو تازه ساه ور کولای شي. ماشاالله! چشم بد دور!
څنګه کېدای شي چې هارون جان غوندې تازه کار زلمی لیکوال دې، داسې عام فهمه، روان، خوږ او د تکمیل تر بریده له ټایپي سهوو خلاص نثر ولیکلای شي! د تحقیق اصولو ته دې پام وکړي! له پنځلسو معتبرو مأخذو دې پر ځای استفاده وکړي! داسې چې نقاد ته دې د یونیم، خال- خال ټکو یادونه هم بې انصافي و ایسي! ماشاالله!
ما اول وار ځوان صمیم، د روښانتیا لکچرو په پروګرام کې تر نورو ګډونوالو زیات فعال ولید، ور ته متوجه شوم، فعالیت، فرهنګي ذوق او د مانیز رسالت اداینې تعهد مې پکښې محسوس کړ؛ اشتباه مې نه وه کړې؛ دا دی هغه ته مې د "منوره کورنۍ" په چاپ سره، د امیدو غوټۍ ګل شوه او په دې ګل پسې مې د ګلانو ګېډیو ته امیدونه پیدا شول؛ د زمانې له هرې بلا دې، له ټولو نورو روښانو زلمیو سره په امن وي.
درې- هارون جان یوه دقیقه یادونه کړې، هغه چې ما ته هم، لوی ضرورت ایسي: "زموږ د ځوانو څېړونکو له پاره،.... د علمي اشخاصو او منورو کورنیو په اړه پوهېدل او مالومات درلودل له دوی سره په څېړنه او تحقیق کې ډېره مرسته کوي." (مخ:۱۲)
بل ځای هم ورته د کار خبره کوي: "زما د همدغې رسالې لیکلو پر وخت عبدالرزاق ایازي حیات وو، ما غوښته چې د نوموړي سره د دوی د کورنۍ، پخواني علمي کارونو، سیاسي او اجتماعي حالاتو او ځینو نورو اړخونو باندې بحث وکړم، دی وږغوم او د تېرو سوو تجربو څخه ئې د عبرت له پاره نوو ځوانانو ته د سبق مواد پرېږدم." (مخ: ۵۹)
رشتیا هم، د همدغسې اړینو څېړنو په پایله کې، زموږ زلمی نسل ته، د ګرمو انګېزو زمینه برابرېدای شي؛ هم یې د ویاړو په احساس سره د خوځښت لمبه پکښې بلېدای شي؛ هم یې د بې مانا حنګ په نتیجه کې ضایع کېده، درد ور کوي او دا درد یې د تحرک سببېدای شي، هغه تحرک چې پر موږ د حاکم تحجر د ماتېدو توان لرلای شي.
څلور- د تل غوندې، له دغه لیکوال سره هم، د حاجي ظاهر جان څرک مانیزه همکارې خوشحالوونکې ده، نوموړی د فرهنګ پر ډګر، د مادي لاسنیوي تر څنګ، له ډېرو سره، د معنوي مرستې سخاوتمندانه هڅې هم کړي.
بل ځوان کادر چې په دغه کتاب کې یې د همکارۍ یادونه شوې، استاد خلیل الله سروري دی چې په رشتیا سره یې، زما په شمول، د ډېرو شاګردانو هڅونو ته کار ویلی دی چې یوه بااحساس سړي ته د امیدوارۍ تود احساس ور کولای شي.
دا پر دغه اثر او سوژه زما د تاثراتو پای نه دی خو اوس دستي یې ژر خپراوي ته تلواري یم؛ امید دی چې یو بل وخت پر دغه لیکنه نورې زیاتونې هم ولرم.
۱۹ عقرب ۱۳۹۹