ممبي د ٢٠٢٠ کال اتله لوبډله شوه.

ممبي د ٢٠٢٠ کال اتله لوبډله شوه.


  • 3 اونۍ دمخه (10/11/2020)
  • انوش ننګیال
  • 200

د اى پي اېل ليګ په ديارلسم پړاو کې ممبي لوبډله د پنځم ځل لپاره سږ کال بيا ګټونکې شوه.

ممبي لوبډله نن شپه د دغه ليګ په پايلوبه کې له ډهلي کپيټلز لوبډلې سره مخ وه، او بريا يې خپله کړه.

ياده لوبه کې پچه ډهلي لوبډلې وګټله، د توپوهنې پرېکړه يې وکړه او ممبي ته يې د ١٥٦ منډو هدف کېښود، ممبي د روهېت شرما د ٦٨ او د اېشن کېشن د ٣٣ ناسوځېدلو منډو په مرسته د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره کړ او پايلوبه يې وګټله.

ممبي لوبډلې د سږ کال او تېر کال سربېره په ٢٠١٣، ٢٠١٥ او ٢٠١٧ کلونو کې هم د اى پي اېل ليګ اتلولي خپله کړې وه.