غني دشانګهای سازمان له غړو د مرستې غوښتنه کړې

غني دشانګهای سازمان له غړو د مرستې غوښتنه کړې


  • 4 کاله دمخه (11/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1248

 

ولسمشر غني د شانګهای سازمان له غړو هېوادو د مرستې غوښتنه کړې.

غني د شانګهای سازمان شلمې نوبتي غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې ویلي، افغانستان د سمیې داقتصادي پرمختګونو په برخه کې   تر ټولو مؤثره لاره ده او دسمیې هېوادونو ته پکار دی چې له افغانستان سره خپله همکاري ډیره کړي. نوموړي همدا راز ویلي د افغانستان امنیت د سيمې امنیت دی او که سیمه ییز هېوادونه د افغانستان امنیت ته پام وکړي، نو ټوله سیمه به امن شي.غني همداشان دلته روان وضیعت ته په اشارې ویلي افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره دمبارزې برخه کې په لومړۍ لیکه کې دي او ددغه سازمان ملاتړ ته اړتیا لري. په دې غونډه کې غړیو هېوادونو له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او په دې هېواد کې یې دمذاکراتو له لوري د جګړې ختمول اړین بللي