زموږ په زړۀ كې ډېرې خبرې تېرېږي او ذهن مو د بې شمېرو خيالونو زېږنځاى دى خو كله چې خبرې كوو، ډېر څۀ ناويلي پرېږدو. د خبرو د ليكلو په وخت په خبرو كې نور چاڼ هم كوو. دا كار ځينې وجې لري. يو خو دا چې تر لوستلو اورېدل او تر ليكلو ويل اسانه دي. بله دا چې خبرې ممكن د هر عمر او هرې سويې مخاطب ته وكړو خو له لوستونكي مو معمولا توقع دا ده چې يو څۀ پوهېږي او ډېر ځله ډېر تفصيل ته ضرورت نه لري. دغه راز د غږېدا په وخت چې د غور لپاره كافي فرصت نه لرو نو خبرې ممكن رانه بې ضرورته اوږدې او تكرار شي خو د ليكلو په مهال د تم كېدلو فرصت راسره وي او لوستونكي توقع لري چې له بې ځايه اطنابه ځان وساتو. له بې ځايه اطنابه د ځان د ژغورلو لپاره پكار ده چې د ليكلو د هنر په څنګ كې د نه ليكلو هنر هم زده كړو.
هغه ليكونكي چې د نه ليكلو هنر يې نه زده ، ممكن د ليكنې اصلي موضوع پرېږدي ، په اصطلاح له يوه شاخه بل شاخ ته ټوپ كړي. د مضر اطناب بل مهم ډول د يوې خبرې بيا بيا تكرارول دي. د ليكنې اصلي موضوع ته تر داخلېدو دمخه اوږده سريزه د بې ځايه اطناب بله بڼه ده چې د افغانستان په مطبوعاتو كې يې زيات مثالونه موندلاى شو. مثلا كه ليكوال په هيواد كې د معارف د اوسنو كتابونو په املايي نيمګړتياوو مقاله ليكي نو اول شايد په معاصر افغانستان كې د معارف د كتابونو تاريخچه بيان كړي او د مقالې په دويمه نيمه كې اصلي موضوع ته داخل شي. په افغاني مطبوعاتو كې د اضافي مطالبو د بيان څلورم لوى ډول دا دى چې ليكونكي هغه څه هم په لوستونكي لولي چې لوستونكى ورنه خبر دى. كه موږ وايو چې هر سهار لمر راخېژي ، دا ناسمه خبره نه ده مګر بديهي حقيقت دى، بيانولو ته يې اړتيا نشته.
تر دې ځايه موږ په ټوله ليكنه كې په اطناپ وغږېدو. د اطناب يو بل شكل چې د نثر په بدرنګولو كې يې لا لوى لاس دى، په جمله كې اطناب دى. كه زه د خارجه وزارت اعلاميه ليكم او هلته د ايران نوم اخلم نو ليكم به چې : د ايران اسلامي جمهوريت. ځكه دا د دغه هيواد رسمي نوم دى او زه رسمي متن ليكم. خو كه سفرنامه ليكم او هر ځاى د ايران رسمي نوم اخلم، دا په جمله كې اطناب دى. په اوسني ايران كې د لوړو زده كړو د موسسو په زده كوونكو كې د نجونو ونډه شپېته فيصدو ته رسي. څرنګه چې په افغانستان كې يو شمېر كسان د اسلام په نوم د نجونو د تعليم مخالفت كوي نو كه وليكم چې د ايران په اسلامي جموريت كې د محصلانو دومره فيصده نجونې دي. دلته مقصد لرم . دلته د ايران د اوږده نوم اخيستل اطناب نه دى. په افغانستان كې ډېر خلك په دې خبر نه دي چې د سراليون په نوم هيواد شته، نو كه وليكم چې د سراليون په افريقايي هيواد كې، دا عبارت بې ځايه نه دى اوږد شوى خو كه وليكم چې د پاكستان په هيواد كې ، دلته عبارت بې ځايه اوږد شوى دى ځكه زموږ لوستونكي پوهېږي چې پاكستان يو هيواد دى. د نه ليكلو هنر د ليكلو د هنر ډېر مهم اړخ دى چې د كلام له ښكلا او معنا سره مرسته كوي.