دلغمان والي: دلغمان شوموله سولې لپاره له طالبانو سره هر ځای خبرو ته تیار دی.
لغمان کې د سولې او دایمي اوربند تر نامه لاندې یوه پراخه غونډه ترسره شوه، چې پکې د لغمان والي رحمت الله یارمل، لوړ پوړو چارواکو، دینې عالمانو او ګڼو ولسي خلکو برخه لرله. په غونډه کې دلغمان والي وویل، چې د لغمان شوموله سولې لپاره اماده دی، چې هر ځای کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته کیني. په ورته مهال نوموړي روانه جګړه یواځې افغان وژنه یاده کړه او د امنیتي ځواکونو هڅې یې وستایلې. دیني عالمانو هم په هېواد کې روانه جګړه پردۍ وبلله او له دواړیو لوریو یې د اوربند غوښتنه وکړه.