امریکایي استازي ټرمپ ته؛
له افغانستان د سرتېرو ایستل به دې امریکا ته ستر میراث وي
د امریکا د استازو مجلس غړو له ټرمپ د سرتېرو د ژر تر ژره ایستلو غوښتنه کړې ده. د امریکا په استازو مجلس کې د ازادۍ د کمیسیون مشر انډې بیګس د خپلو نورو ملګرو په استازیتوب ټرمپ ته په یوه لیک کې لیکلي دي چې په دې کم وخت کې دې امریکایانو ته نه هېرېدونکی میراث پرېږدي. دده په خبره دا به ستر میراث وي چې ټرمپ له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي. نوموړي په دې لیک کې ویلي چې د سرتېرو د ایستلو او له طالبانو سره د خبرو د پیل په تړاو د ټرمپ زړورتیا ستایي خو له نوموړي تمه لري چې د افغانستان په ګډون له ګڼو نورو هېوادونو هم امریکایي عسکر بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي او په دې توګه د امریکا په تاریخ کې د افغان جګړې په څېر اوږدې جګړې پای ته ورسوي.