د شهيد ولسمشر د قبر په پيداكېدو منندوى يوو


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • دشمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګه
  • 1290

د افغانستان يو رښتينى او په دې خاوره مين بچى سردار محمد داود خان، هغه شخصيت چې د دې هېواد په اړه يې دلويو ځواكونو هر اړخيزو لاسوهنو ته وخت نه وركوه او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د ككړو ذهنونو لرونكو بدرنګو څېرو ته تسليم نه شو.
ښاغلى پر هماغه څوكۍ كې   چې يې پرې واك درلود او حكم يې وركاوه، له خپلې كورنۍ سره په شهادت ورسيد، نامردانو د دې پر ځاى چې دغه شهيدان داسلامي رسم سره سم په درنښت خاورو ته وسپاري په پټه يې تر خاورو لاندې كړل.
تر هغه وروسته چې څوك واك ته ورسيدل، د دې پرځاى چې د هغوئ د قبر پلټنه وكړي او پيدايې كړي، ناوړه او خچنې خبرې يې ورپسې كولې. خو نن د خوښۍ ځاى دى چې د ملت ديو ستر شخصيت او هېوادپال لومړني ولشمشر شهيد سردار محمد داود خان قبر پيدا كړاى شو او په يو لړ درنو رسمي مراسمو يو ځل بيا خاورو ته وسپارل شو.
دشمال دخلكو عنعنوي اصلاحي جرګه او دشمال ټولې فرهنګي كړۍ او فرهنګيان هغو په ملت مينو كسانو څخه مننه كوي چې دغه باارزښته كار پسې يې مټې را ونغاړلې او په برياليتوب يې ترسره كړ. همداراز جرګه د شهيد سردار محمد داود خان دكورنۍ پاتې غړو او ټولو هېوادوالو ته د جميل صبر غوښتنه كوي.
له دولت او اړوندو وزارتو څخه هيله كوو چې د هېواد د لومړي ولسمشر د شهادت پېښه په جدي توګه تر څېړنې لاندې ونيسي، د قاتلينو څېرې يې څرګندې او د قانون منګولو ته وسپاري.
همداراز له دولت څخه هيله كوو چې د شهيد ولسمشر په پر قبر د هېواد د نوور اتلانو او سترو شخصيتونو په څېر ګنبد او څلى جوړ شي.