عبدالله عبدالله: په هېواد کې روان تاوتریخوالی هیچاته د منلو نه دی.
د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د هرات په نهمې امنیتې ناسته کې ویلي، دوحه کې یې د افغان لوري مذاکراتي ټیم ته سپارښت دادی، چې په خبرو کې دې له حوصلې کار واخلي. نوموړي ویلي طالبان دې د جنګ نه، بلکې خپلې هڅې دې دجګړو لپاره زیاتې کړي. عبدالله عبدالله ویلي، د سولې لپاره یې د هرې ممکنې لارې وړاندیز طالبانو ته کړی، خو که دا ډله یې ونه مني نو پریکړه به د افغانستان خلک کوي. نوموړي زیاته کړې، چې په هېواد کې روان وضیعت هېچا ته د منلو نه دی.