نیپال کې د سپیانو نازولو مراسم پېل شول

نیپال کې د سپیانو نازولو مراسم پېل شول


  • 4 کاله دمخه (14/11/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 1100

نيپال کې هر کال د نومبر په 14 مه نېټه د سپیو نازولو او خدمت کولو مراسم (تیهار)  پېل کيږي چې پنځه ورځې دوام کوي.

په دغه ورځو کې د نیپال خلک د  سپیانو په غاړو کې د ګلونو امېلونه اچوي، پر ټنډه یې سور رنګ پاشي او بېلابېل قیمتي خوراکونه پرې کوي.

د نېپال خلک سپیانو ته د مرګ استازي (رب النوع) په سترګه ګوري او عقیده لري که  سپیان ورڅخه راضي شي او تیهار یې ونمانځل شي مرګ ورته مخکې نه راځي.

 

د مراسمو اخره ورځ انسانانو ته ځانګړې وي چې په کې یو بل ته مینه او ډالۍ ورکوي.

د (هتیار) نمانځل په دغه هېواد کې له زیات وخت راهیسې دود دی.

***