راپورونه وايي چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان یا د هغه په کچه کوم بل لوړ پوړی هیات به روانه اونۍ کابل ته راشي.
د سولې په برخه کې تر دې مهاله پاکستان یوازې قطر ته د طالب چارواکو لپاره د سفر اسانتیا رامنځته کړې، خو د خشونت د توقف او یا کموالي کې یې هیڅ مرسته نده کړې، بلکې خشونت زیات شوی دی. که د کندهار او هلمند اوسنی جنګ د د نجیب په وخت کې د جلال اباد جنګ سره مقایسه کړو، هغه مهال هم مجاهدینو غوښتل یو لوی ښار قبضه کړي چې شکست یې وخوړ، هلمند او کندهار کې هم طالبان له همدغسې ماتې سره مخ شوي دي. اوس به طالب مشرانو او پاکستان ته هم پته لګېدلي وي چې د جنګ له لارې خپل خوښه په کابل نشي منلی، او له بلې خوا په پاکستان نور باور نشي کېدای چې دغه سفرونه به خشونت کم کړي، خو ددغه سفر یوه مهمه اجنډا په دوه اړخېزو اقتصادي مسائلو را څرخي، که افغانستان منځنۍ اسیا ته د پاکستاني لاریو په تګ کې اسانتیا ومني، مقابل کې به زموږ لارۍ تر واګې په اسانه لاړې شي، دغه کشمکشونو د بولدک او تورخم په لارو د سوداګرو باور کم کړی او زیاته سوداګري په بندر عباس او چابهار کېږي، له دې بابته پاکستان زیات تاوان لیدلی دی. که د سولې علاوه اقتصادي برخه کې پاکستان په خپلو تعهداتو ودرېږي او دواړو غاړو ترمنځ د بولدک او تورخم علاوه په غلام خان هم سوداګري او تګ راتګ اسانه شي، دغه اقتصادي همکاري ممکن ژر په سیاسي همکارۍ هم بدله شي او د قطر په خبرو هم مثبت تاثیر ولري. امریکا کې رهبري نوي کېږي، نوي رهبري که د قطر پروسه مطالعه کوي چې تر دې مهاله هیڅ پرمختګ نشته، ممکن پاکستان تر فشار لاندې راشي. پاکستان له دې ویرې چې دا پروسه ناکامه نشي او په ځان د امریکا فشار کم کړي، کابل او واشنګټن ته باید یو ښه زیری هم ولري، افغانانو ته د عمران خان ښه زیری به دا وي چې طالبان اوربند یا د خشونت توقف ته تشویق کړي او پدې کار سره به نه یوازې د واشنګتن توجه جلب کړي بلکې په کابل کې دننه به هم له هرکلي سره مخ شي.