عمران خان: د بایډن لپاره اصلي مسئله اسرایل دي، نه افغانستان.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، ښایي د امریکا د نوې ادارې په سیاست کې کوم تغیر د افغانستان لپاره رانشي. اناتولي خبري اژانس د عمران خان له قوله راپور ورکړی، چې دبایډن لپاره اسرائل تر افغانستان ډیر مهم دي او ښایي په اوسنۍ وضعه کې ددغې ادارې په پالیسي کې کوم تغیر رانشي.
عمران خان وای، دیموکراتان هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته خوشبین دي او ښایي په دغه برخه کې د ټرمپ پالیسي مخ ته یوسي.