صالح: کابل نندارې له اوسني حالت څخه باسو

صالح: کابل نندارې له اوسني حالت څخه باسو


  • 3 کاله دمخه (15/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1060

 

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې کابل نندارې له اوسني حالت څخه باسي.

صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، کلونه کیږي چې کابل نندارې بې کاره او په بد وضعیت کې پاتې شوې او د خلکو د نظرونو پر اساس کابل نندارې له اوسني حالت څخه باسي.

کابل نندارې په ۱۳۴۳ کال کې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په پنځو پوړونو کې جوړه شوې او د تیاتر دغه سالون هغه مهال د اسیا په کچه د تیاتر دویم سالون وو خو اوس په کنډوالې بدل شوی.