د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو کې د واورې او باران له کبله د احتمالي سملاسي سیلابونو خبرداری ورکړل شوى.
د هوا پېژندنې ملي ادارې پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو سیمو کې له شلو تر دیرش ملي مترو پورې باران او تر شلو ملي مترو واورې وړاندوېنه شوې ده.
د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابیلو ښارونو کې بیا عامو افغانانو د لومړنۍ واورې ورښت ته خوښي ښودلې او په نیک پال یې نیولې ده.
د سږني ژمي لومړنۍ واوره د تېر ژمي پر تله څه باندې میاشت مخکې ورېدلې ده.