د کابل پوهنتون د برید غچ!

د کابل پوهنتون د برید غچ!


  • 4 کاله دمخه (15/11/2020)
  • مشتاق رحیم
  • 1618

شهيد نقيب الله خپلواک په امريکايي پوهنتون کې د بريد په ترڅ کې شهيد شو. نه مې پيژندلو خو ډيرې ورځې مې ورپسې د غم اوښکې تویې کړلې. بيا مې وپتیله چې د هغه د شهادت غچ اخيستو هڅه وکړم. د ملګرو په ملتيا مو د لوستي افغان ځوان خوځښت پيل کړ او ځوانانو ته مو د نړيوالو سکالرشيپونو د ګټلو لارې چارې ورښودل پيل کړل. د خپلواک د شهادت د تشې ډکولو هڅه مو پيل کړه. خلک مو د فرانس، انګلستان، امريکا، کوريا، هند او نورو هيوادونو سکالرشيپونو سره بلد کړل. خدای خبر چې زمونږ هلو ځلو به چاته ګټه کړې وي که نه خو زمونږ د زړه درد پرې آرامه کيده. يو خپلواک په سلو او زرو خپلواکانو بدلولو هڅه مو وکړه. د هغه د مظلومانه شهادت د غچ اخيستلو ترټولو ښه لار راته همدا ښکاره شوه. تير کال نه راديخوا رانه د لوستي افغان ځوان خوځښت چارې د دنيا د روزګار له کبله ټکنۍ شوې. خو د کابل پوهنتون د ظالمانه بريد نه وروسته مو يو وار بيا پريکړه وکړه چې د زدکړو دښمن ته به د زدکړو دپاره د کار له لارې ځواب وايو. 

تاسې د کابل پوهنتون د برید غچ څنګه اخلئ؟ زه پوښتنه نه کوم، تاسې ته وايم چې له ځان پوښتنه وکړئ او بيا عملي ګام پورته کړئ.

دښمن له لوستي افغان او افغانستان ويره لري، ويره يې لا زياته کړئ.