د سولې په بریالیتوب او ناکامۍ نه غږیږم او نه ددې ملي پروسې پر خامیو بحث کوم؛ غواړم د سولې پر وخت د ښې وینا او غوره ادبیاتو پر کارونې خبرې وکړم!
۱: زموږ حاکم مشران په لویو غونډو کې شدید الفاظ کاروي او مقابل لوري ته پیغورونه ورکوي.
۲: ښکیل اړخونه د سولې راتللو ته درسته عقیده نلري، په روانه پروسه کې درواغ وایي او یوازې لفاظي کوي.
۳: چې انتفالي او ټولنیز عدالت پلی شوی نه وي، هېچاته ملامت او سلامت نه شو ویلی، لومړی به سوله کې بیا به عفوه اعلانېږي او که چېرې ولس چاته بښنه نه کوي، بیا دې انتقالي عدالت پلی شي او حق دې حقدار ته وسپارل شي.
۴: د سولې په پروسه کې د ښکیلو غاړو څخه د ستغو الفاظو کارونه او متشدد پیغامونه ورکول، د سولې خبرې پیچلې کوي.
۵: چې د سولې خبرې پیل شي، معمول دی، چې خپل سنګرونه ساتل کېږي؛ خو جګړه باید ودرېږي او د وژنو مخه باید ونیول شي.
۶: د دواړو خواو غوښتنې باید د یوي ملي اجنډا پرمټ روښانه شي، اړخونه دې خپلې غوښتنې مطرح کړي او اړخونه دې پرې کار وکړي.
۷: د سولې د خبرو پر وخت باید له یو دریځ څخه خبرې وشي، خپلسرې، عقده یي او جنجالي خبرې د سولې لاره سختوي ....
۸: اړخونه باید د سولې د ملي پروسې د بریالیتوب لپاره کار وکړي؛ ددې پروسې ناکامي او بریالیتوب د اړخونو تاریخ خرابولی شي؛ ولسونو ته ملامت او سلامت مهم نه دی، جګړه باید ودرېږي، سوله باید راشي او له پیغورونو څخه د ډکو پیغامونو ورکولو څخه باید ځان وساتل شي.
۹: هره جګړه اصلي لامل لري، اړخونه باید ټولې خواوې روښانه کړي او ولسونو ته دې په خوږه ژبه وضاحت ورکړي.
۱۰: که افغان اړخونه بې تفاوته پاتې شي، د افغان سولې پروسه به ظاهره د سولې غوښتل او د پردې ترشاه به نیابتي جګړه وي، چې بیا به یې مدیریت خورا سخت تمام شي!