د سوداګرۍ برخه کې پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی

د سوداګرۍ برخه کې پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی


  • 1 کال دمخه (16/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 573

د عبدالرازق داود په مشرۍ د پاکستان پلاوی کابل ته رسیدلی. دپانګونې او سوداګرۍ برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر دسلاکار عبدالرازق داود په مشرۍ د پاکستان یو پلاوی کابل ته رسیدلی دی. ویل کیږي دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره په سوداګریزو مسائلو، ګډې پانګونې، په شته ستونزو، او د سوداګرۍ برخه کې دخنډونو پر لرې کولو خبرې وکړي.

دغه پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې څو ورځې وړاندې پاکستان ویلي وه، چې راتلونکو دریو کلونو کې به  افغانستان ته صادرات ۵ ملیارده ډالرو ته ورسوي.