افغانستان کې د اسټرلیايي ځواکونو جنایتونه يو پلان شوی کار ښکاري.
په افغانستان کې د اسټرلیایي ځواکونو دجنګي جنایتونو څېړونکي وایي، داسې ښکاري چې په دغه هېواد کې د اسټرلیایي ځواکونو جنایتونه یو پلان شوی کار وي.د څېړونکو په خبره دغه ډول کارونه ټکان ورکونکي دي او اسټرلیا باید د خپل فوځ په فرهنګ له سره غور وکړي.اسټرلیا په افغانستان کې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۶ پورې سرتيري درلودل، چې په دغه موده کې یې د بیلابیلو جنګي جنایتونو راپورونه خپاره شوي دي.