ښاغلی هاشمي، د مینې او عاطفې غني انسان!

ښاغلی هاشمي، د مینې او عاطفې غني انسان!


  • 4 کاله دمخه (16/11/2020)
  • جاوېد مسرور
  • 2899

د ریالیست انسان ښاغلي ګل پاچا الفت له وطنه راپاڅیدلی انسان، د مینې او عاطفې ملاتړی او له کرکې کرکجن عبدالغني هاشمي  یو له هغو فرهنګپالو او ادبي شخصیتونو څخه دی، چې کالونه یې له وژنو، ظلم، وحشت، تنبلۍ، غفلت او ټولنیز جبر څخه سر ټکولی او ددې زمانې انسان ته یې د لارښوونې او توصیې په نیت کتابونه ډک کړي دي.

ښاغلی هاشمي د مینې او عاطفې غني انسان دی، په نوم انسان ته درناوی لري او د وینو تویولو پر ځای د مینې کولو طرفدار دی.

دا ابراهیم خېل پښتون شاعر  په یو باسیواده  او روښان فکره کورنۍ کې زیږېدلی دی،  پلار یې د لغمان ولایت د باغمرزا اوسیدونکی دی او نیکه یې شېرعالم خان نومېږي.

د عبدالوکیل خان، مهترلمک او روښان لېسو کې یې لومړنۍ زده کړې کړي دي او باالاخره  په ۱۳۵۸ لمریزکال د ننګرهار عالي لېسې څخه فارغ شوی دی.

په کابل او ننګرهار پوهنتونونوکې یې انګیسي ادبیات ویلي او په پوخ عمر له پوهنتون څخه فارغ شوی دی.

ښاغلی هاشمي د نورو دندو ترڅنګ نهه کاله د هېواد په ختیځه سیمه کې د میدیوتیک افغانستان مسول پاتې شوی او وروسته یې له یادې ادارې سره په کابل کې هم دنده ترسره کړې ده.

غني هاشمي په خپلو شعرونو کې د مینې او عاطفې طرفداري کړې ده، له ظالم بنیادم څخه یې کرکه کړې او خپل هم نسل ته یې د مینې او عاطفې پیغامونه په مختلفو بڼو ورکړي دي، هاشمي خپله ټولنه د مینې او عاطفې له اړخه خواره بللې ده او دلته یې مینه او عاطفه په نشت حساب کړې ده،

د هاشمي صاحب په اړه د تکړه لیکوال،  شاعر  او څېړنوال  استاد عبدالغفور لېوال څو خبرې راخلم:

( له شینکي لغمانه یو شاعر راپاڅېدلی، هی د مینې، عاطفې او زړه سوی ترانې غږوي، د  غني هاشمي غزلو او ازاد  شعرونو ته چې غوږ شې، نو کله کله به دومره له خپل وجود  څخه وشرمېږې، لکه ګنهګار چې د خپل ضمیر له پټو غږونو څخه ځان پټوي.)

ښاغلی هاشمي  په هېواد کې له ټولنیز جبر، بې عدالتیو، جګړو او بې سببه وژنو باندې ډیر دردیدلی او لا تر ننه، له ټولنیز کړاوه رنځ وي او زوریږي.

دی وایي:

پل په پل وینو کې راغلې ستړی مشې

بیا دې هم شاته ډېر سره خاپونه ښکاري

په بدن کې دې تازه زخمونه وینم 

شین کمیس کې دې هم سره داغونه ښکاري

صبر  صبر چې دا  سره خاپونه شمارم

صبر صبر ستا تازه زخمونه شمارم 

صبر صبر چې دا سره داغونه  شمارم

زه دې وینم شاته دولس سره خاپونه 

په بدن کې دې درې نیم سوه زخمونه 

عبدالغني هاشمي په خپلې شاعرۍ کې د هېواد ګڼې تراژیدۍ ځای کړي دي، د افغانانو په لاس یې د افغانانو د کورونو ورانول، وژل، بې عزته کول او رټل د پیغور په شکل بیان   کړي دي، ښاغلي هاشمي له خپلو افغانانو ګیلې او شکایتونه کړي دي، دوی یې خپلو خامیانو ته متوجې کړي دي او ځای ځای  یې  ورته توصیه او ټولنیزه لارښونه هم کړې  ده.

قدرمن عبدالغني هاشمي، که له یوې خوا له تراژیدۍ ژړیدلی، له بلې خو ا یې د مینې سندرې هم ویلي او د عاطفې نغمې یې غږولي دي.

یو ځای وایي:

کله چې ستا دا خوبولې سترګې خوب ونیسي

جانانه ما دا ستا د مینې لېونتوب ونیسي

خدا زده هغه حالت مې هېڅ انځورولای  نه شم

چې مې کمزوری زړګی ستا د نظر رعب ونیسي

 

زما احساس ته عشق څپې د لېونتوب راولي

چې خیال مې غیږه کې ستا یاد د پېغلتوب  ونیسي

بس په همدې مې ستا په عشق تورنوي دا کلی 

چې له ژړا نه سترغلي زما پړسوب ونیسي 

ستا په نظر کې لا هماغه اثر تت نه دی چې 

زوړ (هاشمي) ترېنه جنون د زلمیتوب ونیسي

تکړه شاعر عبدالغني هاشمي  له دې وطن څخه د لیرو پرتو مسافرو له لپاره هم اندېښمن دی، د هغوی درد یې په شعرونو کې محسوسېږي او د مسافرو لپاره ځانګړي اندېښمن پیغامونه هم لري:

څه په پاریس، څه واشنګټن، څه په لندن کې سوځي

زما د خوږ وطن ډيوې په بل وطن کې سوځي 

په نغري کې د احساس، لا لمبې بلې ساتي

د خپل هېواد په یاد یې زړونه په بدن کې سوځي

دا ستا تصویر یې په هندارو کې د سترګو رغړي 

ستا هاشمي دا ستا پسې په ځنکدن کې سوځي

محترم هاشمي صاحب ددې دور یو دردمند شاعر دی، خپلې اوښکې او دردونه یې پیلي، لفظونه یې ترې ساز کړي او خپل ولس ته یې ګڼ، خو هر اړخیز پیغامونه ورکړي دي.

دلته بیا هم د استاد لېوال څو خبرې کوو:

( ددې زمانې د بیرحمۍ او ورکې عاطفې، ددې زمانې د ککړو سیاستلوبو ټول تصور او تصویر په دې ټولګې او نورو شعرونو کې موندلی شئ، دا چې تاسو یو بل وژنئ، که پردی دښمن مو یو پر بل وژني  دا ټوله سیاسي مکالمه همدغو شعرونو کې شته ، همدا یې درته وایي، چې څوک او ولې مو پر یو بل وژني، خو هاشمي صاحب په خپلو یو شمېر شعرونو کې شعار نه ورکوي، بلکې په خورا هنري استعارو، تشبیهاتو، انځورونو او سیمبولونو مو پر  هر څه پوهوي.)

زه د هاشمي صاحب ( باد او بڼکه) بې ګټې نه ګڼم، دا ټولګه د ادب په ډګر کې یوه ښه هڅه ګڼم او باور لرم، چې د ادب د لارویانو لپاره به زیاته مثمره تمامه شي.

رب مو ژوندي لره ، یو عالم مننه!