افغان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکي کال په لومړیو کې ایرلنډ سره درې یو ورځېنۍ لوبې لري.
یادې یو ورځېنۍ سیالۍ، کابو دوه میاشتې وروسته د جنوري په ۱۸ مه، ۲۱مه او ۲۳مه نېټه ترسره کېږي.
دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي او د ځينو سرچينو د معلوماتو پر اساس ممکن په اماراتو کې ترسره شي.