افغانستان کې سوله راتلای شي خو که ښکیلو خواو ته حکومت کې برخه ورکړل شي.

افغانستان کې سوله راتلای شي خو که ښکیلو خواو ته حکومت کې برخه ورکړل شي.


  • 4 کاله دمخه (18/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1142

 

د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي په افغانستان کې هغه وخت سوله راتلی شي، چې د جګړې ټولې ښکیلې خواوې په حکومت کې سهیمې شي. جواد ظریف وایي دا مسئله یې د سیمې له هېوادونو سره هم شریکه کړې. جواد ظریف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستال سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی له افغان سولې پروسې سره په بشپړ ډول ملاتړي دي، خو دغه پروسه هغه وخت بریالۍ کیدلی شي، چې د جګړې ښکیلې خواو ته په افغان حکومت کې ځای ورکړل شي

افغان لوري د ایران دبهرنیو چارو د وزیر ددغه څرګندونو په تړاو  تر اوسه څه نه دي ویلي.