دوکتور مولانا صيب سراج الحق هاشم ليکي


  • 4 کاله دمخه (18/11/2020)
  • محب الرحمن مالیار
  • 1196

د نېشنلزم دقيق مرادف وطنيت دی، وطنيت شرعا فطرتا او عقلا هيڅ ستونزه نلري.

د قام له حقه حقوقو دفاع شرعا فطرتا  او عقلا يو مطلوب عمل دی، خو عنصريت او د توکمي برترۍ ادعا او په اساس يې ځانګړي امتيازات غوښتل ناروا او قبيح عمل دی.

د وطنيت وطنپالنې او قامپالنې لپاره قومپرستي او وطنپرستي نامناسب تعبيرونه دي، ناسمې معناوې لېږدوي او اذهانو کې تشويشونه او مغالطات پيدا کوي؛ ځکه پرستش د عبادت مرادف دی، او مونږ يواځې د واحد متعال الله جل جلاله عبادت کوو، او په عبادت کې ورسره بل هر څه شريکول شرک او کفر بولو.

ځينې مريض النفوسه قصدا وطنپالنې او قومپالنې ته وطنپرستي او قومپرستي وايي تر څو د خلکو اذهان مشوش او مغشوش کړي.

متأسفانه د نړۍ په ولسونو کې افغان ولس د هغو خلكو په سر کې راځي چې د وطنيت وطنپالنې او د مالکيت د احساس ګراف يې خورا ټيټ دی، بلکه کالعدم دی.