طالبانو له وروستیو جګړو او تاوتریخوالي سره د سولې په پروسه افغانان ناهیلي کړي او په دې پروسه یې باور ورځ تر بلې کمیږي.
طالبانو نه یوازې د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، بلکې تاوتریخوالی یې زیات کړی، چې د حکومت، خلکو او نړیوالې ټولنې په نظر ملامته دي.
په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیل سره سم په هېواد کې جګړه زیاته شوې، چې افغان ولس په دې برخه کې طالبان پړه بولي.
ټولو ته مالوم دي چې افغان حکومت د سولې د تامین په برخه کې ګڼ اقدامات کړي، خو برعکس طالبانو د تاوتریخوالي په زیاتولو سره دغه پروسه له ناهیلۍ سره مخ کړي.
طالبان پوهیږي چې په تاوتریخوالي سره هیڅ لاس ته نه شي راوړلی، تاسو به د هلمند او کندهار راپورونه لیدلي وي چې د طالبانو لسګونه قومندانان په دې جګړه کې وژل شوي او ټپيان شوي او بیرته یې سیمې پرېښې دي.
د طالبانو مجبوریت له تاوتریخوالي او جګړې دا دی چې که جګړه و نه کړي، بهرني استخبارات هیڅ امکانات او پيسې نه ورکوي، نو له همدې کبله غواړي چې جګړه زیاته او له دې درکه پيسې پيدا کړي.
طالبانو دوه ورځې وړاندې د کندز دشت ارچي ولسوالۍ باندې برید وکړ، خو کله چې کمانډو ځواکونه ورسیدل، طالبان له ولسوالۍ شاتګ وکړ او د ۷۰ کسانو په مرګ ژوبله باندې د دشت ارچي له بازار ووتل.
د دې جګړه ګټه څه شوه، یواځې دا چې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې، زرګونه کورنۍ ناارامه شوې او پردي اولادونه د جګړې قرباني شول.
ګټه یې د طالبانو قومندانانو او مشرانو ته شوه، سیاسي مشران یې په دې جګړه امتیازات اخلي او جنګي قومندانان یې په دې جګړه پيسې اخلي.
د طالبانو جګړه قراردادي ده او هغه قومندان چې ډيره جګړه وکړي او ډيرې وینې توي کړي، همغه ته زیات امکانات ورکول کیږي.
پرته له دې چې طالبان په جګړه کې افغانان ناارامه کوي او قرباني کوي، نور هیڅ نشته چې طالبان یې لاس ته راوړي.
طالب د افغانانو او افغانستان لپاره د سرطان دانه ګرځیدلې او تر څو چې دا دانه یا ښه نه شي او یا غوڅه نه شي، دا وینه تویدنه به دوام لري.
تاسو ولیدل چې افغان حکومت د سولې لپاره څه ډول اراده وښودله، زندانیان یې ازاد کړل، مذاکرات یې پيل کړل، طالبانو ته یې وخت ورکړ، خو بیا هم دا ډله د پاکستان فرمایشونه د مذاکراتو په میز باندې مطرح کوي او د شل کلن نظام او لاس ته راوړنو له منځه وړل غواړي، خو افغانان هیڅکله سوله په داسې درنه معامله نه کوي.