د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره وایي، تاوتریخوالی او له وخت مخکی ژمی به میلیونونه افغانان د خوړو، اوبو او سرپنا له کمښت سره مخ کړي.
د ګډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې مشر فیلیپو ګرندي چې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته هم اشاره لره وویل، چې دا او له وخت مخکې ورښتونه به میلیونونه افغانان خوړو اوبو او سرپنا ته اړ کړي.
ګرندي ویلي ((یو پیغام چې زه یې جنیوا کنفرانس ته لرم، مه هیروﺉ، دا ښه دی، چې په اوږد مهال کې ورته پلان جوړ شي، خو په لنډ مهال کې، د بېځایه شوو په شمول میلیونونه افغانان به بشري مرستو ته اړتیا ولري. دوی غذا ته اړتیا لري، پاکو اوبو ته اړتیا لري. روغتیایي برخه کې سرپنا او نورو ته برخه کې اړتیا ولري))
د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې مشر وایي، په دوحه کې د روانو خبرو پایله به افغان کډوالو راتګ روښانه کوي.
ګرندي په ټولو افغان پریکړه کوونکو او پالیسۍ جوړونکو غږ وکړ، چې کډوال او بې ځایه شوي مه هیروﺉ، دوی به ستاسو له سترګو لرې، خو ښایي زړه ته مو نیږدې وي.
خو طالبان له دې ټولو مالوماتو سره چې د بې ځایه شویو د ژوند په اړه یې لري، جګړې نه بس کوي او هره ورځ له یو ولایت یا ولسوالۍ د جګړو له کبله خلک بې ځایه کیږي او بې سرپنا ځایونو کې ژوند غوره کوي.
تاسو وګورئ، په افغانستان کې چې څومره بې ځایه شوي دي، پوښتنه ترې وکړئ چې ولې بې ځایه شوی دی.
ځواب به یې دا وي چې طالبان یې له کورونو د سنګر کار اخلي او دوی مجبور دي چې د سر ژغورلو لپاره خوندي ځای ته پنا یوسي.
افغان حکومت دومره امکانات او بودجه نه لري چې هر ځای کډوالو ته رسیده ګي وکړي، سرپنا ورته جوړه کړي او مرستې ورسره وکړي، یواځې اړینو بې ځایه شویو ته لومړنۍ مرستې رسوي.
که له یو ولایت په اوږده موده کې خلک بې ځایه کیدلی، خو افغان حکومت به یې له یوې لارې لاسنیوی کړی وی، خو دا چې طالبان هره ورځ په یو ولایت یا ولسوالۍ کې جګړه کوي، هره ورځ ورسره د بې ځایه شویو په شمېر کې زیاتوالی راځي.
طالبان ښه په دې پوهیږي چې تاوتریخوالي باندې یې د ډيرو افغانانو ژوند تریخ کړی، خو بیا هم له تاوتریخوالي لاس نه اخلي او د تاوتریخوالي د دوام لپاره بیلابیلې پلمې لټوي.