ملي دفاع وزارت وایي په کندز ولایت کې د هاوان د لګیدو له امله ۷ ملکي وګړي وژل شوي.
ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي تیره شپه د مرکز اړوند تلوکه سیمه کې پر یو کور د هاوان ګولۍ لګیدلې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
دفاع وزارت ویلی دغه هاوان د طالبانو له خوا توغول شوی خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.