بشر حقونو کمیسون وایي د استرلیا د ځواکونو د جنګي جنایت قضایي تعقیب غواړو

بشر حقونو کمیسون وایي د استرلیا د ځواکونو د جنګي جنایت قضایي تعقیب غواړو


  • 2 اونۍ دمخه (19/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 46

 

 

بشر حقونو کمیسون وایي د اسټرلیايي ځواکونو د جنایت قضایي تعقیب غواړو.

د افغانستان د بشر حقونو کمیسون وایي اسټرلیايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایت کړی او دوی یې قضایي تعقیب غواړي. په افغانستان کې د اسټرلیایي ځواکونو پر جنګي جنایت خپور شوی  څېړنیز ریپوټ ښیي، چې دغو ځواکونو د خپل ماموریت په دوران کې ۳۹ ملکي کسان وژلي او له ۲ تنو سره یې تاوتریخوالی کړی.

دغه کمیسون د اسټرلیا له حکومت څخه غواړي، چې د عدالت لپاره دې د افغان قربانیانو غږ واوري.