کابل ښار کې راکټي بریدونو دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ښار کې راکټي بریدونو دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې


  • 1 اونۍ دمخه (21/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 55

 

 

کابل ښار کې روستیو راکټي بریدونو دیارلسو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

کورنیو چارو وزارت وایي نن سهار د کابل په بیلابیلو سیمو څوارلس راکټي بریدونه شوي، چې درې ملکي وګړي پکې وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې دغه راکټي بریدونه د لسمې حوزې اړوند سیمې، د چهار کلا د برېښنا برج، طاهري کوڅه، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نږدې، ګل سرخ څلور لاره، صدارت څلور لاره، پل باغ عمومي، سپین زر سړک، د ملي آرشیف څنګ، لیسه مریم او پنځه سوه فامیلیو سیمه کې شوي. د ارین په خبره چې دغو بریدونو ګڼ شمیر مالي تلفات هم اړولي.