ولسي جرګې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه

ولسي جرګې لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړه


  • 1 اونۍ دمخه (21/11/2020)
  • خليل
  • 72

ولسي جرګې نن لسو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې ،د بهرنیو چارو وزارت نوماند حنیف اتمر د ۱۹۷، د مالیې وزارت نوماند عبدالهادي ارغندیوال ۲۰۵، د دفاع وزارت نوماند اسدالله خالد ۲۰۶، د کورنیو چارو وزارت نوماند مسعود اندرابي د ۲۱۴، د عدلیې وزارت نوماند فضل احمد معنوي د ۲۲۰، د مخابراتو وزارت نوماندې معصومه خاوري د ۱۵۴، د لوړو زده کړو وزارت نوماند عباس بصیر د ۱۹۷، د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند بشیر احمد ته‌ینج ۱۹۰، د حج او اوقافو وزارت نوماند محمد قاسم حلیمي د ۱۴۸ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند نثار احمد غوریاني د ۲۱۳ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو په توګه تایید شول.