پکتیا کې ښځې او خاوند د واده لومړۍ شپه ګور ته یوړه

پکتیا کې ښځې او خاوند د واده لومړۍ شپه ګور ته یوړه


  • 3 کاله دمخه (22/11/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 3219

د پکتیا مرکز ګردېز اړوند رباط سیمې مهاجرینو کېمپ کې د واده په لومړۍ شپه ښځه او خاوند ګاز نیونې مړه کړي.

ځایي اوسېدونکي وايي: '' دوی خپله کوټه کې د شپې له خوا ګازي بخارۍ چالانه پرېښې وه''

 

د پکتیا رسنیز دفتر د خبر پر بنسټ، مړه شوي ښځه او خاوند د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د پکتیا ولایت مقام په یاده پېښه خواشیني ښودلې او له خلکو یې غوښتي چې د ژمي پر مهال له ګازي وسایلو سره بشپړ احتیاط وکړي.

***