افغانستان سره دیارلس ملیارده ډالره مرسته کیږي.
د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، جینوا کنفرانس کې له افغانستان سره د څه باندې دیارلس ملیارده ډالرو مشروطه ژمنه شوې. که څه هم ځینو هېوادونو د یو کال ژمنې مرسته کړې خو د مالیې وزارت مرستیال عبدالحبیب ځدران وایي، چې دا مرستې په افغانستان کې له پرمختګونو سره تړلي دي.