ښاغلى احدي په رښتيا هم خوش چانسه دى!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ج،خليل
  • 1362

تير كال دماليې پخوانۍ وزير او ولسمشريزو ټاكنو ته نوماند، ډاكتر انوارالحق احدي له طلوع تلويزيون سره دخپل شخصي ژوند په اړ په يوه مركه كې ويلي و، چې په ژوند كې ډېر خوش چانسه دى . دده په شان زده كړې ښايي ډېرو خلكو كړي وي، خو ده ته په كې د خدمت ښه موقع په لاس ورغلې ده،دهغه په وينا دغه خدمت يې دماليې وزارت او د افغانستان بانك د مشرى په دوره كې سرته رسولى دى. دغه شان نوموړي ويلې وو،چې دسياسي ګوند او ايډيالوژۍ په انتخاب كې هم خوش چانسه و، په دې چې د يوې ملي مفكورې په لرلو سره يې ، په ځوانۍ كې د لومړي ځل له پاره دافغان ملت ګوند غړيتوب تر لاسه كړى، چې دا مهال يې په خپله دى مشري كوي.
سره له دې چې دى خپل ځان خوش چانسه ګڼې، خو ددغه ډول چانسونو پيژندل او له هغه څخه ګټه اخيستل سياسي پوهه او زيركتيا هم غواړي . ما چې تر كومه د ښاغلي احدي پلويان او مخالفان پوښتلى دى هغوى ټول ددغه سړي سياسي پوهې ته قايل دي . وايي احدي د نورو سياسي مشرانو په كتار كې يو با حوصلې،مهذب، باانرژي، او واقعيت بين شخصيت دى .
دا لا څرګنده نه ده چې نوموړي خپل بخت او چانس دبيا ازمويلو له پاره او كه په واقعيت كې د دغه مظلوم ولس د دردونو د دوا له پاره دغه ازميښت ته وړتاندې كړى دى . كه هرڅه وي خو تر ښاغلي كرزي ډېر خوش چانسه نه و. ځكه هغه هيڅ په هيڅه د افغان ولس په سر مسلط شو او په پراشوټ كې د كاپل پر پلاز را كوز شو. دغه ډول ناڅاپه خوش چانسې بيا دغه شان ناڅاپه بد چانسي هم لري، لكه كرزي چې همدا اوس ورسره مخ دى . كه كرزي له خوش چانسۍ سره سره يو څه زيركتيا درلودلى نو خبره به ورنه دومره نه ورانيده .
خپلې اصلي خبري ته راګرځم، څه موده مخكې ښاغلي احدي د كرزي په حكومت كې يو تر ټولو مهمې ځوكۍ (دماليې وزارت) څخه استعفا وكړه او ځان يې ولسمشرۍ ته كانديد كړ. د حكومت او دده ترمنځ د نيوكو او انتقادونو يو نوى باب پرانيستل شو. ښاغلي احدي فعلي زعامت كمزورى وګاڼه، ژمنه يې وكړه كه دى ولسمشر شي، دداسې ملي ټولنې د جوړيدو په لور به ګامونه واخلي چې د افغانستان ټول افراد د قانون پر وړاندې پرته له تعصبه مساوي حقونه ولري . خوحكومتي وياندويانو يې خبري رد كړي، وې ويل دى هم ددغه ضعيفه حكومت يو جز وو، دده سياسي ګوتنيونكي هم همدا خبره كوي . خو د احدي خوش چانسۍ دلته هم خپل كار وكړ. دماليې وزارت چې تردوه مياشتومخكې يې دى مشر وو، اعلان كوي چې ددغه وزارت د ښه نظم او نسجام له امله سږكال ددغه وزارت په عوايدو كې ۱۵ په سلو كې زياتوالى راغلى دى . دغه شان يې په تير كال كې ديو شمير نورو پر مختګونو يادونه هم وكړه.
په افغانستان غوندې يو هيواد كې چې دا مهال له يو بحران سره مخ دى او چارواكي په خپلو دندو كې تر پخوا ډېره ناغيړي كوي، دغه ډول پرمختګونه اوښه خبرونه بي اغيزې نه دي، كه موږ وغواړو ښه خبرونه ولرو بايد ښې پيښې او نوښتونه خلق كړو. په افغانستان كې د بدو خبرونو په منځ كې اكثره ښه خبرونه وركېږي . د ماليې وزارت دغه ښه خبر چې د كرزي په حكومت كې ډېر كم ليدل كېږي، په غير مستقيمه توګه ددې ټولو كريډټ ښاغلي احدي ته رسيږي دا خپله دده خپله خوش چانسي ده او داښيي چې نوموړى په خپل وزارت او كار كې بريالى وو. هغه حكومت چې دى ورسره په مخالفت كې دى دده په ښې ادارې اعتراف كوي .
په هغه اقتصادي تيورى باندې چې ښاغلى احدي باور لري نوموړى په وارداتو باندې د لوړو مالياتو د اخيستو پلوي دي. ترڅو كورني توليدات وهڅول شي . دافغانستان په اكثره اوسني مافيايي تجارت كې د لوړ پوړو دولتي چارواكو لاس دى او حتا دولسمشر ورور محمود كرزى دتجارتي اتاقونو په مشرتابه كې خپل تجارتي ملګري راټول كړي دي. ددغه تجارتي اتاقونو مشران ددي پر ځاى چې دحكومت په كمزوري امنيتي سيستم نيوكه وكړي ،چې له امله يې تجارت له يو څو كورنيو پوري محدود شوى دى او په هرځاى كې له تجارانو څخه په ناقانونه توګه پيسي غوښتل كېږي .خو دوى د حكومت په دوه فيصده ناچيزه مالياتو نيوكه كوي . داسې ښيي چې دغه مالياتي سيستم د ماليې پخواني وزير وضع كړى دى . او ددوى له پاره ګټور نه دى .
كه څوك يې مني او كه نه خو ښاغلى احدي په را روانو ټاكنو كې په څو دلايلو يو مطرح كانديد بللى شو، چې تر نورو مخكي دي .
اول دا چې نوموړى يو ګوند او په هر ولايت كې ګوندي تشكيلات لري . د نورو كانديدانو په څير اړ نه دى چې په دې فكر وكړي، چې په دغه ولايت كې به دده كمپاين څوك پر مخ بيايي. زما له نظره په افغانستان كې يوازينى منظم ملي ګوند افغان ملت دى، چې دومره پراخ تشكيلات او ملاتړي لري . دويم دا چې بل كانديد كه په ټاكنو كې پنځه ميلونه ډالره لګوي دى دا كار په يو ميلون ډلرو كولاى شي، ځكه ګوندي رضاكاران، پلويان او مينه وال لري او دغه يو ميلون ډالر له خپلو متعهدوګوندي ملګرو او مينه والو هم راټولولى شي. بله خبره داده چې احدي يوازي د افغان ملت ګوند كانديد نه دى، بلكې ځان ملي كانديد بولې، چې په دې لاره كې ګوندي ملګري هم ورسره دي . سره له دې چې دځينو كړيو له لوري دده دملګرو دبي لاري كولو هڅې كېږي، خو دده طبعي دوستان او خوا خوږي دومره دي، چې دغه تشه په اتومات ډول ډكولى شي . دا خبره په دې بنسټ كوم چې دافغان ملت په شان پخواني ګوندونه له ډېرو كړكېچونو څخه د راوتلو پښه تجربه لري، دغه ډول هر ګوند تشكيلاتي جوړښت لري كه يوه مهره يې له ځايه خوځيږي ،په اتومات ډول بله مهره دهغه ځاى نيسي. نو ويلى شو دا ګوند دى، ډله ټپله افراد او اشخاص نه دي، چې د پيسو په زور يې څوك مخه ډپ كړي .
په دې لړ كې يو بل چانس ورته ووايو اوكه دده خپله سياسي زيركتيا، هغه دا چې په دوبۍ كې يې دښاغلي خليلزاد په نوښت جوړې شوې غونډه كې ګډون ونه كړ. دغه غونډه چې دافغانستان په مطبوعاتو كې ورباندې ډېرې نيوكې وشوې . د راروانو ټاكنو ډېرو كانديدانو او ان د ولسمشر كرزي استازي دبهرنيو چارو وزير سپنتا هم په كې برخه درلوده، خو ښاغلي احدي په دغه غونډه كې ګډؤن رد كړ او په دغه ورځ يې خپله په كابل كې يوه لويه غونډه راوبلله او خپل انتخاباتي پروګرام يې خلكوته وړاندې كړ. ښاغلي خليلزاد چې دا مهال يې په امريكا كې موقف كاواكه شوى دى، غواړي په افغانستان كې د بوش د وخت په سياسي سرمايه ګذارۍ له سره لاس ووهي او نوي ځلا وركړي ،چې خپل ځان په كې وځلوي . دافغانستان اكثريت خلك اوسنۍ اداره او چارواكي د بوش او خليلزاد د لاس محصول ګڼې ،زموږ له خلكو سره دغه سكې(روپۍ) اوس نا چله شوي دي . ښاغلى احدي د خلكو په پل ګام كېښود او دغه غونډه يې بياهم وايم په تصادفي ډول وو او كه په قصدي ډول تحريم كړه.
يوه بله خوش چانسي چې ښاغلى احدي يې لري هغه دا ده چې نوموړي په امريكا كې دپوهنتون استاد وو او هلته يې ژوند كاوه، خو تر اوسه يې د امريكا تابعيت وانه خسته او په خپل افغاني پاسپورټ باندې تر اخره په امريكا كې پاتي شو. ان د كمونستانو په وخت كې به يې خپل پاسپورټ په امريكا كې د افغانستان په سفارت كې نوى كاوه، كه نه دده په شان خلكو ته تابعيت وركول دهر هيواد له پاره يو وياړ بلل كېږي.احدي په اوسنيو مطرح كانديدانو كې يوازينى كس دى چې بهرنى تابعيت نه لري .
دښاغلي احدي له يو سياسي مخالف نه مې وپوښتل، چې په را روانو ټاكنو كې به د چا پسې ودريږي ويل يې له احدي پسي ما ويل ولي؟ ويل يې دانور راته مالوم نه دي چې څوك دي او څه غواړي؟ خو دا سړى كه څه هم زه ورسره په ايډيالوژيك لحاظ مخالف يم خو يوه ايډيالوژۍ او ښكاره موقف لري، ګوند، فكر او تګلاره يې مالومه ده.
يو بل سياست چې ښاغلي احدي غوره كړى او ټول مخالفان يې حيران كړي او په ابهام كې يې اچولي دي هغه د وړو خلكو او ګروپونو خبرو او نيوكو پر وړاندې دده بي تفاوتي او چوپه خوله پاتي كېدل دي . په رسنيو كې ډېره هڅه كېږي ،چې په ده پسې بازاري او له اخلاقو نه لري ليكنې وشي او كېږي، چې دده غوسه راوپاروي او غبرګون ته يې اړ كړي او په وړو وړو خبرو كې يې مصروف وساتي، خو ددغه لويې ارواح څښتن همداسې ورته غلى دى. ددې پر ځاى چې دغو خبرو ته پام وكړي عملي كار ته يې ملا تړلې ده. چې ددغه ډول غږ به يو ورځ دده ټول مخالفان واوري .
يو شمير خلك ښايي دا استدلال وكړي چې احدي ددې له پاره ځان كانديد كړى،چې په راتلونكو ټاكنو كې يو څوكۍ تر لاسه كړي . دغه خبره په دې بنسټ بي اساسه ده، چې دماليې وزارت نه لويه څوكۍ بله نشته . هغه د كرزي له ډېر ټينګار سره سره چې په دې څوكۍ د پاتي كېدو يې ورته ويل، خو ده بيا هم دا هرڅه ورپريښودل.
اوس د ښاغلي احدي كاميابي او ناكامي دواړه دده د مخالفانو له پاره د زغم وړ نه ده. دى كه ناكاميږي لكه د نور وبهر نه راغلو پروفيسرانو په څير د تحقيق او څيړنو په موخه بيرته بهر ته نه ځي . ښايي ښاغلى احدي خپله ناكامي هم يو خوش چانسي وګڼې اود راتلونكي حكومت چې هر څوك يې ګټې د هغه پر وړاندې د يو منطقي ،قوي او مظبوط اپوزيسيون جوړولو چل به هم اوسنيو اپوزيسيونيانو ته وښيي . د نورو سياسي رهبرانو په پرتله داحدي په اړه ويلى شو كه له نوموړى سره ژوند او خوش چانسي ياري وكړي ويلى شم چې هغه افغانستان ته په يو طرفه ټكټ راغلى دى او دلته به سياست كوي.