د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د قطر په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ خبرو کې نسبي پرمختګ شوی دی.
نوموړې وايي، په دوحه کې د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ شوى او د بشپړ حل لپاره کار دوام لري. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وياندې ناجيې انوري پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د افغان حکومت مرکچي پلاوي په دوحه کې د سولې خبرو د مخته بيولو په برخه کې له هېڅ راز هلو ځلو دريغ نه دى کړى.
هغې زياته کړې چې د اختلافي موضوعاتو په اړه په دوامداره توګه له طالبانو سره په بحث کې دي. د نوموړې په خبره، چې د سولې په خبرو کې تر يوې اندازې پرمختګ شوى او د بشپړ حل لپاره کار دوام لري چې له نهايي کېدو وروسته به د دولت او مقابل لوري ټوليز توافق رسما اعلان شي.