پر افغانستان او عراق د څار لپاره د امریکا ستره بیړۍ فارس خلیج ته ورسیده.

پر افغانستان او عراق د څار لپاره د امریکا ستره بیړۍ فارس خلیج ته ورسیده.


  • 4 کاله دمخه (28/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1892

وروسته تر هغې چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د ویستلو پریکړه وکړه، تازه یې یوه ستره نظامي بیړۍ چې د الوتکو د لیږد وړتیا هم لري د فارس خلیج ته ولیږدوله. امریکایي رسنۍ وایي، چې امریکا دا کار په عراق او افغانستان کې ددوی د سرتیرو له ویستلو وروسته د وضیعت د کنټرول لپاره کړی. ویل کیږي چې له دغې بیړۍ سره څو نورې وړې جنګي بیړی هم په منځني ختیځ ته نږدې په اوبو کې ځای پر ځای شوي دي.