بیاهم پاکستان دافغانستان لپاره لوی خطر ده


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رحمت اله روان
  • 1170

نیویارک ټایمزورځپاڼه دامریکايی چارواکو له قوله وايي چې دافغانستان په جنوب کې د وسله والوطالبانومخ په زیاتېدونکي بریدونه دپاکستان په پوځي استخباراتي اداره کې دیوشمېرعناصرود مستقیم ملاتړله امله دي.
راپور وايي د پاکستان استخبارات له دې سره سره د طالبانو مرستې ته دوام ورکوي چې دپاکستان حکومت ژمنه کړې چې په افغانستان کې به له جنګېدونکو عناصرو سره دخپلودولتي عناصرو داړیکو مخه نیسي.
دنیویارک ټایمز له راپورسره سم له وسله والوطالبانوسره دپاکستان داستخباراتو په مرستو کې پیسې، پوځي وسایل اومهمات اودحملوپلانونه اونقشې شاملې دي.
دې معتبرې امریکايی ورځپاڼې ته امریکايي مقاماتو ویلي دي چې دپاکستان آی ایس آی له طالبانواونوروسخت دریځو ډلو سره د مرستو دهماهنګولوچارې هم پرمخ بیايي.
هغوی زیاتوي حتی داسي شواهد اوثبوتونه هم شته چې دای ایس آی عناصردطالبانوله قومندانانوسره په منظم ډول لیده کاته کوي اودافغانستان داسد د۲۹ نېټې ترانتخاباتومخکې دحملواوتاوتریخوالو دزیاتېدو پرلارو چارو ورسره سلامشورې کوي.
نیویارک ټایمز زیاتوي چې له طالبانوسره د پاکستان دآی ایس آی د پرله پسې اړیکو موضوع شاوخوا شپږوامریکايي ، پاکستاني او نوروامنیتي مقاماتوپه واشنګټن اواسلام اباد کې په خپلومرکو کې تایید کړې خو درستوغوښتنه کړې چې نومونه یې وانخیستل شي ځکه چې له ډېرو پټو اوباوري استخباراتي شواهدو څخه یې پرده پورته کړې ده چې له حساسیته خالي نه دي.
امریکايی مقاماتو ویلي دي چې له طالبانوسره دآی ایس آی دعناصرو دارتباطاتوثبوت یې له الیکترونیکي څارونو(انترنت) اوباوري مالوماتوڅخه ترلاسه کړی دی.
پاکستاني مقاماتوپه خپلو مرکو کې ویلي دي چې دوی دطالبانواوآی ایس آی ترمنځ داړیکو لومړی لاس مالومات لري خوهغوی په عین حال کې دا خبره رد کړې چې ګواکي دا اړیکې دوسله والوطالبانودپیاوړتیا سبب شوي دي.
نیویارک ټایمز وايي چې امریکايي چارواکي له یوه کال راهیسي له طالبانوسره دآی ایس آی له ملاتړه شکایت لري خو تازه ثبوتونه ښيي چې دا اداره له طالبانوسره پراخې اومنظمې مرستې کوي اوحتې دا مرستې ترهغه څه چې پخوا یې اټکل کېده ډېرې پراخې اومتنوع دي . دا موضوع څومیاشتې وروسته له دې افشا کېږي چې پاکستاني چارواکو ژمنه وکړه چې نورنو هغه ورځې تېرې دي چې آی ایس آی به دوه مخی رول لوباوه.
دنیویارک ټایمز په راپور کې یوه بل جالب ټکي ته هم اشاره شوې اوهغه دا چې دبریتانیا حکومت په وروستیو کې له اسلام اباد څخه څوځلې غوښتنه کړې چې له آی ایس آی څخه وغواړي چې طالبان د افغانستان دانتخاباتو په درشل کې خپلې حملې کمې کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ولسمشر استازی ريچرډ هالبروک وايي چې کويټه د ترهګرو مرکز دی او ملاعمر د خبرو سره علاقه ښودلي.
هالبروک بي بي سي سره په خبرو کې ويلي چې کويټه د طالبانو او نړيوالو بدترينو ترهګرو مرکز دی. هغه ويلي (.په کويټه کې ناست ترهګر په افغانستان کې په افغان او نړيولو ځواکونه د بريدونوپلانونه جوړوي (
نوموړي دا هم ويلي چې د طالبانو مشر ملا عمر هم د افغان حکومت سره دخبروکولو علاقه ښودلي خو په دې اړه يې نور جزيات نه دي په ډاګه کړي .
بي بي سي د هالبروک له خولې د پاکستاني استخباراتو د دوه مخيزې پاليسۍ )د ترهګرئ سره د مبارزې تر څنګ د ترهګرو روزلو( په اړه ليکلي.مونږ ته هم داسې راپورونه رارسيدلي او که دا رښتيا وي نو ډيره د خواشينۍ خبره ده
هالبروک په کويټه کې د بې پيلوټه الوتکو دبريدونو د امکان په اړه څه نه دي ويلي خو پاکستان ته د پوځيانو ننويستل يې رد کړي .
د کويټې په اړه دامريکايي ولسمشر بارک اوباما د استازي دا څرګندونې له هغه وروسته خپريږي چې څو ورځې وړاندې د نيويارک ټايمژ په يو خبر کې ويل شوي وو چې د طالبانو او القاعده لوړپوړي چارواکي په کويټه کې دي او امريکا باید د هغوی په مرکزونو بريدونو وکړي. د پاکستان حکومت دا تورونه بې بنسټه بللي وو او ويلي يې وو چې د داسې بريدونو هيڅ جواز نشته .
د يادونې وړ ده چې بارک اوباما د امريکا د ولسمشرئ د ټولټاکنو پرمهال بيا بيا ويلي وو چې که اړتيا وه د ترهګرو دځپلو په خاطر به پاکستان ته پوځيان وليږي .
 د افغانستان دملي امنیت د ادارې ريیس دپاکستان پراستخباراتي ادارې تورپورې کړچې له وسله والو طالبانوسره مرسته کوي چې پرافغان پولیسو حملې وکړي.
افغانستان تل دپاکستان استخبارات له وسله والوطالبانوسره په ملاتړ تورن کړي خوله کله چې په پاکستان کې داصف علي زرداري په مشرۍ دپیپلزګوندحکومت جوړ شوی ،دافغانستان تورونه هم کم شوي دي.
دپاکستان په پوځي استخباراتو کې ځینې عناصرچې ویل کېږي ضیاالحق روزلي ، دلوېدیځو استخباراتي سرچینوله لوري په دې تورنېږي چې هغوی دستراتیژیک عمق لپاره په افغانستان کې دګوډاګي رژیم په لټه کې دي .ویل کېږي دا عناصرګومان کوي چې بالاخره به لوېدیځوال دطالبانوپه مټ له افغانستانه ووځي اوسره پاشلی اوپه نفاق اخته افغانستان به د دوی لاس ته ولوېږي.
دافغانستان داستخباراتوريیس امرالله صالح پرون(چهارشنبهوری ۵مارچ۲۵)دافغانستان ولسي جرګې ته وویل چې دپاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی دکوټې په ښارکې دطالبانودمشرتابه د شورا ساتنه کوي .د صالح په وینا همدا شورا له کوټې څخه افغانستان ته جګړه ماررالېږي چې پرافغان اونړیوالوځواکونوبریدونه وکړي.
دې ته ورته تورونه دهغولوېدیځوهیوادونوپوځي مقاماتوهم پوري کړي چې دافغانستان په جنوبي ولایتونو کې سرتېري لري.
تېره اوونۍ امریکايي مطبوعاتوراپور ورکړی وو چې ملاعمر اوشورا یې په کوټه کې مېشته ده اوامریکا غواړي چې پر دې شار برید وکړي.
که چیری امریکا او دهغی متحدین په رښتیا غواړی چه دترورستانو پ ضد مبارزه کی بریاوی په لا س را وړی نوتر ټولو لومړی دی خپله ټوله توجه او پا ملرنه وپا کستنان ته وا ړه وی لکه چه ځو ځلی دافغا نستان جمهور ریس او نورو بادرده افغا نا نو دغه موضوع په ډاګه کړی ده چه دترورستانو مر کزونه په افغا نستان کی نه بلکی په پاکستان کی دی تر ځوچه په پا کستان کی دترورستانو مر کرونه له منځه ولا ړ نه شی په افغا نستان کی به هیځ نوع د سترا تیژی تغیر نتجه ور نه کړی او نه به کوم امنیت را منځ شی