ترکیې په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بللی

ترکیې په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بللی


  • 3 کاله دمخه (30/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1158

 

 

ترکیه وایي افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی بوږنونکی دی.

دترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی د خورا اندیښنې وړ دی. یاد هیواد پر غزني د تیرې ورځې برید غندلی او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه لوري دې ژر تر ژره یو دایمي اوربند ته ورسیږي. ترکیې تر دې وړاندې هم له افغان سولې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی وو.