طالبان چې له کلونو راهیسې د ولسوالیو او ښارونو د سقوط هڅې کوي او د دې لپاره زیات شمېر پردي اولادونه قرباني کړل، هیڅ خپل هدف ته نه شي رسیدلی.
له یوې خوا د افغان ځواکونو وړتیا او له بلې خوا د خلکو همکاري د دې لامل شوې چې طالبان هیڅ پلان کې د جګړې نه بریالي کیږي.
طالبان اوس د خلکو په منځ کې متنفر شوي او ډیر کله خلک مجبوروي چې له دې ډلې سره همکاري وکړي.
طالبان اوس په ټولنه کې هیڅ ځای نه لري، ځکه د دې ډلې هدفونه ټولو ته په ډاګه دي چې دا ډله پردۍ اجنډا پر مخ وړي او د دې اجنډا د تطبیق لپاره خپل افغانان قرباني کوي او افغانستان ورانوي.
طالبان کله په یو او کله په نوم باندې عملیات اعلانوي او پایلې یې بیا د دوی مرګ ژوبله او ماتې وي.
افغان ځانګړي ځواکونه، کمانډو او استخبارات د دې جوګه دي چې طالب هر ځای پيدا او له منځه یې یوسي.
طالبان یواځې په غلچکي بریدونو، ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو کې نسبي بریالي دي چې د دې ټولو بریدونو اکثریت قرباني ملکي وګړي دي.
طالبان چې هر څومره توان پيدا کړي، بیا هم نه شي توانیدلی چې د افغان ځواکونو پروړاندې مخامخ مقابله وکړي.
طالبان د انسانیت له ټولو پولو اووښتې دي او هر هغه کار کوي چې د دوی باداران یې وغواړي، ولو کې هغه په هیڅ دین کې نه وي.
تاسو د هلمند، کندز، کندهار او ارزګان وروستیو جګړو ته لږ نظر واچوئ، چې طالبانو پکې څه لاس ته راوړل.
یواځې دا چې ځايي خلک یې د جګړو قرباني کړل او له خپلو کورونو یې وتلو ته اړ کړل چې اوس یې زیات شمېر ښارونو کې سخت ژوند لري.
هیڅوک به دا توجیه نه کړي چې جګړه د حل لار ده او یا جګړه کې د خلکو ژوند ارام کیږي، خو طالبان په ډيرې سپين سترګۍ سره وایي چې دوی د جګړه د خلکو د هوسا ژوند لپاره کوي.
په داسې حال کې چې طالبان له جګړې بل هیڅ لاس ته راوړنه نه لري، یواځې دومره چې خپل وطن یې د پردیو ګټو لپاره وران کړ او خپل افغانان یې په یو او بل نوم باندې قرباني کړل.
تر څو چې افغان ځواکونه همداسې ویاړلي او باشهامته وي، د طالبان هیڅ خوب به په واقعیت بدل نه شي. دا ډله به تر دې لا ډيره ذلیله کیږي او یوه ورځ به راځي چې هیڅ ځای کې ورته د جګړې لپاره بشري قوه پيدا نه شي