پاکستان به د نړیوالو فشارونو او یا بل کوم مجبوریت له مخې، طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي وي، خو د سولې د روانو خبرو له پآیلو اندیښنه هم لري او د دې لپاره دویم پلان هم لري.
طالبانو د جیش محمد، البدر، حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو ترمنځ خبرې کړي چې څنګه کیدلی شي، له سولې وروسته د جګړې دوام ته بشري قوه او امکانات پيدا کړي.
پاکستان له دې دوه هدفونه لري
یو دا که د سولې خبرې نتیجه ورکوي، باید جګړه ختمه نه شي، ځکه پاکستان د افغانستان له جګړې زیات امکانات لاس ته راوړي او خپلې شومې موخې تعقیبوي.
پاکستان اندیښنه لري چې که د سولې خبرې د دوی له غوښتنو او شرایطو سره سم طالبان پر مخ بو نه ځي، د طالبانو هغه پیسې او امکانات به نورو ډلو ته ورکړي چې اوس یې طالبانو ته ورکوي.
طالبانو ته پاکستان خپل وړاندیزونه ورکړي چې د مذاکراتو پر میز یې مقابل لوري باندي ومني، که دا غوښتنې د پاکستان ومنل شوې، پاکستان به یو څه لاس ته راوړي وي، خو له جګړې لاس نه اخلي.
خو پاکستان په دې هم پوه دی چې ځینې غوښتنې چې طالبان یې د پاکستان له ادرس مطرح کوي، نه یې افغانان منی او نه يې افغان پلاوی، حتا ځینې موارد امریکا او نړیواله ټولنه هم ورسره نه مني.
که د پاکستان غوښتنې طالبان د خبرو په میز له پامه وغورځوي، د پاکستان استخباراتو یې بدیل پيدا کړی او څو ترهګرې ډلې یې منسجم کړي چې د سولې له هوکړې وروسته جګړې ته دوام ورکړي.
افغان حکومت چې د افغانانو لپاره باعزته سوله غواړي، هغه دا چې سوله باید د جګړې پای وي.
لکه څنګه چې طالبانو وايي ، ټول افغانستان کې جګړې دوی کوي او نورې ترهګرې ډلې نشته، نو بیا پکار ده چې طالبان په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي مسوولیت ومني، که هغه په پوهنتون کیږي، یا جومات او مدرسه باندې.
که طالبان د دې ډول بریدونو له مسوولیت تيښته کوي، نو دا ښکاره ده چې نورې ترهګرې ډلې شته او نباید طالبانو ته د سولې مذاکراتو کې د جګړې د یو اړخ امتیاز ورکول شي، ځکه دلته نورې ډلې هم شته چې باید مبارزه ورسره وشي.
پاکستان چې د افغانانو اذلي دښمن دی او جاهل افغانان یې غیږ کې نیولي، هر کله غواړي چې افغانستان کې وینه تویدنه دوام پیدا کړي