دوحه کې د پلاوو ترمنځ د مذاکراتو په تګلاره توافق شوی.

دوحه کې د پلاوو ترمنځ د مذاکراتو په تګلاره توافق شوی.


  • 4 مياشتي دمخه (02/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 168

دوحه کې د افغان مذاکراتي پلاوي او طالب پلاوي ترمنځ د مذاکراتو په تګلاره توافق شوی.

افغان پلاوی وایي، چې اوس مهال د خبرو په تګلاره له طالبانو سره توافق ته رسیدلي او اوس مهال پر اجنډا دبحث لپاره تیاری روان دی.

دافغان مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي، دوی ټول ټینګار پر اوربند کوي او  ترهغې به د بحث نورو مواردو ته داخل نشي تر څو اوربند نه وي رامنځ ته شوی. طالبانو لاهم په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې تایئد کړې وه، چې پر طرزالعمل توافق شوی.