لغمان کې ملي امنیت ځواکونو د یو ځانمرګي به ګډون ۲۷ تنه په بیلابیلو جرمونو ککړ کسان نیولي.

لغمان کې ملي امنیت ځواکونو د یو ځانمرګي به ګډون ۲۷ تنه په بیلابیلو جرمونو ککړ کسان نیولي.


  • 3 کاله دمخه (02/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 961

لغمان کې ملي امنیت ځواکونو په تیرو دوه اونیو کې د یو ځانمرګي په شمؤل ۲۷ په بیلابیلو جرمونو کې ښکیل کسان نیولي.

لغمان والي رحمت الله یارمل نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، چې تېره شپه د لغمان ملي امنیت ځواکونو له ملي  پولیسو ،ملي اردو او نورو ځواکونو سره یوځای د کابل ـــ جلال اباد په لویه لاره  مشعلې کمر ته څېرمه په یوه فلانکوچ ډوله موټر کې ۵۸ بوریو کې بار ۱۴۵۰ کیلو ګرامه امونیم نایتریت چې په موټر بم او نورو چاودې دونکو توکو کې ترېنه استفاده کیږي له یو تن سره یوځای نیولي. نوموړي همداشان وویل، چې په تیرو دوه اونیو کې ملي امنیت ځواکونو د یو ځانمرګي په شمؤل ۲۷ تنه په ترهګریزو او تخریبي کړنو کې ښکیل کسان نیولي.

نوموړی وایي، دغه راز ۱۹ کړۍ بېلا بېل ډوله ماینونه کشف او خنثی، ۴ تنه طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شوي او ۷ دولتي مامورین چې نظامیان هم پکې دي د طالبانو له منګولو را ژغورل شوي.

یارمل په دغه برخه کې د ولسونو له همکارۍ هم مننه وکړه.