استرالیايي رسنۍ: د استرالیا د پوځ لوړپوړي چارواکي دې هم محاکمه شي

استرالیايي رسنۍ: د استرالیا د پوځ لوړپوړي چارواکي دې هم محاکمه شي


  • 3 کاله دمخه (03/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1162

 

په افغانستان کې د استرالیايي پوځ د جنګي جنایتونو له رسنیز کېدو وروسته اوس استرالیايي رسنۍ وایي چې د پوځ لوړپوړي کسان هم باید محاکمه شي.

د دوی په خبره د پوځ لوړپوړي چارواکي هرو مرو د خپلو سرتېرو له جنګي جنایتونو خبر وو، نو که یې دا جنایتونه نه غوښتی اجازه به یې نه ورکوله او که ناخبره و نو باید د بې کفایتۍ او هېواد ته د خیانت په تور باید محاکمه شي.

بلخوا د استرالیا د پوځ لوړپوړو چارواکو رسنیو ته ویلي چې په پوځ کې پراخو اصلاحاتو او چاڼ ته اړتیا ده او استرالیا دې پایلې ته رسېدلې چې په پوځ کې یې حاکم فرهنګ ظالمانه او تر ډېره غیر انساني دی.

دوی ویلي په افغانستان کې د شویو جنایتونو قضیې څېړي او ټول ښکېل کسان به محاکمه کېږي.