مارک میلي: افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري او دوه لویې اډې پریږدو

مارک میلي: افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري او دوه لویې اډې پریږدو


  • 4 کاله دمخه (03/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1448

 

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي په تازه څرګندونو کې ویلي چې یوازې ۲۵۰۰ سرتېري به په افغانستان کې پرېږدي.

د مارک میلي په وینا دغه سرتېري به په دوه لویو او څو وړو اډو کې مېشت وي او نورې ټولې نظامي اډې به تشوي.

میلي دغه راز ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څاري، د افغان پوځ د روزنې ماموریت ته دوام ورکوي، په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کوي او د جګړې د شدت په صورت کې د افغان پوځ مرستې ته هم وردانګي.

نوموړي په افغانستان کې د سرتېرو تر وتلو وروسته راتلونکی وضعیت د بایډن د حکومت کار بولي او په خبره یې راتلونکی حکومت به دا هر څه مدیریت کړي.

هغه ټینګار کړی چې مذاکرات او له طالبانو سره مخامخ خبرې یو ښه انتخاب و او په دې برخه کې امریکا بریالۍ شوې ده.