چخانسوري: ۵۷ سرحدي ولسوالیو کې غیر قانوني کیندنې روانې دي

چخانسوري: ۵۷ سرحدي ولسوالیو کې غیر قانوني کیندنې روانې دي


  • 4 کاله دمخه (03/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1066

 

هیواد کې د کانونو نا قانونه استخراج په تړاو د اندېښنو په لړ کې افغان چارواکي وايي دغې چارې دوی هم اندېښمن کړي دي.

د کانونو او پترولیم وزیر هارون چخانسوري، چې له ولسي جرګې څخه د رایې له ترلاسه کولو وروسته یې په لومړني کنفرانس کې ګډون کړی وایي چې دا مهال د افغانستان په ۵۷ سرحدي ولسوالیو کې د کانونو غیر قانوني استخراج روان دی او نورو هیوادونو ته قاچاق کیږي.

د کانونو او پترولیم وزیر همداراز  وایي چې د کانونو قاچاق پخوا هم یوه ستونزه وه او اوس هم یوه جدي ننګونه ده.

دوی وايي اوس په دې توانېدلي څو هغه سیمې چې د کانونو ناقانونه استخراج او قاچاق ترې کیږي تشخیص کړي.

د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وایي چې د کانونو غیرقانوني استخراج او قاچاق د درې کټګوریو له خوا ترسره کیږي چې عام خلک دي او هغوی یې د بې وزلۍ له امله کوي، دویمه کټګوري سیمه ییز زورواکان دي او درېیمه کټګوري هم وسله وال مخالفان دي چې د ترهګرۍ د تقویې لپاره ترې استفاده کوی.