بهرنیو چارو وزارت: بهر کې له افغانانو سره بد چلن د منلو نه دی

بهرنیو چارو وزارت: بهر کې له افغانانو سره بد چلن د منلو نه دی


  • 3 کاله دمخه (03/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1320

 

بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په ایران کې یې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلن هغه ویډیو تر لاسه کړې ده چې په ټولینزو رسنیو کې لاس پر لاس کېږي.

خبرپاڼه کاږي، دوی د یادې ویډیو د کره‌ والي په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي. سرچینه وایي، دوی په تهران کې د افغانستان جنرال کونسلګري ته دنده سپارلې ده چې د یادې ویډیو په اړه خپلې هر اړخیزې څېړنې وکړي او معلومات یې پر وخت له دوی سره شریک کړي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د نړۍ په هره څنډه کې له افغانانو سره بد چلن دوی ته د منلو نه دی او بهرنیو چارو وزارت به په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو لپاره هیڅ راز هڅې ونه سپموي.