ایم ډي کمپنۍ افغانستان سره د هیلیکوپټرو د لوژیستیک برخه کې مرسته کوي.

ایم ډي کمپنۍ افغانستان سره د هیلیکوپټرو د لوژیستیک برخه کې مرسته کوي.


  • 4 کاله دمخه (04/12/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1264

ایم ډي هیلیکوپټر کمپنۍ افغانستان سره د هیلیکوپټرو لوژیستیک ملاتړ کوي.

ایم ډي هیلیکوپتر کمپنۍ وایي له امریکا پوځ سره یې د ۳۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یو قرارد لاسلیک کړی، چې له مخې به یې دغه شرکت د افغانستان د هوایي ځواک لوژیستیک ملاتړکوي.

دغه کمپنۍ به د اریزونا په میسا او د افغانستان په کابل کې د افغان هوايي ځواک د الوتکو ترمیم، ساتنه او ارتقا په غاړه اخلي. ایم ډي به خپل کار ۲۰۲۱ د مې تر ۳۱ پورې بشپړ کړي.

باید یاده شي چې دغې کمپنۍ افغانستان ته تر اوسه ۶۰ سپکې جنګي الوتکې ورکړي.