يا به يو کيږو ،که نه ورکيږو ، انتخاب له تا سو سره


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اتمانزي
  • 1399

بيا پترې وهې سايل په خپل ټو ټې ټوټې کچکول باندې
خير د پښتنو نه د پښتو له پاره غواړمه
زمونږ ګران هيواد افغانستان پنځه زره کلن د وياړه ډک تاريخ لري . په دی موده کې زمونږ ګران هيواد د پرديو په ﻻس د راز راز پيښو ، تغيراتو، او ډرامتيکو لوبو شاهد و چې يوه د بل پسې د تاريخ په اوږدو کې يې زمونږ د ولس مريې زبيښلي ده. چې يوه لويه پيښه د انګليسانو درې يرغلونه زمونږ په سپيڅلې خاورې باندې و.
د انګليسانو او افغانانو دريمه جګړه چې د افغانستان د استقلال او أزادی په نوم شهرت لري چې په نيټه 1919. 5 . 4 افغانانو خپله بشپړه أزادی د انګليسانو څخه ﻻس ته راوړله .
برتانيا په 19 قرن کې په يوه داسی لوې امپراطوری باندې اوښتې و چې لمر يې په مستعمراتو کې نه ډوبيده او ﻻيې هڅه کوله چې د خپلو مستعمراتو لمن پراخه کړي زمونږ په هيواد يې يرغل وکړ چې په نتيجه کې زمونږ د سر ښندونکې ولس د مقاومت سره مخامخ شول او دی ته مجبور شول چې په ډيره سرکوزې او بې شرمې زمونږ له پاکې خاوری څخه ووزي .
د افغانانو او انګليسانو تر منځ دوهمه خونړې جګړه د سردار محمد ايوب خان تر مشرې ﻻندې د ميوند په ډاګ کې رامنځ ته شوه ، د غازيانو تر څنګ پښتنو پيغلو هم د پاکی خاوری د غليمانو په ځپلو کې تر څنګ وﻻړی وي .
ددې پيغلو څخه يوه هم ملالی و چې د اوبو څخه به يې ډک مشک د جګړې په ډګر کی ګرځاوه او تږو غازيانو ته اوبه ورکولی نا ببره يې سترګې پر يو غازی ولويدلي چې د غليم دخوا شهيد او بيرغ پر ځمکه پروت و ، ملالی سم دﻻسه دا بيرغ راپورته کړ او دا لنډې يې د جګړی په ډګر کې وويله:
  که په ميوند کې شهيد نه شوی           خدايږو ﻻليه بی ننګي ته دی ساتمه
ددی لنډې په اوريدلو سره د غازيانو دينو ته نوی سا راغله د غليم پر فوڅ يې داسې ماتم راوست چې ړنا ورځ پرې توره شپه شوه او ډيريې پر ځمکه ولويدل او خپل کړغيړن ارمان يې د ځان سره يوړ .  ﻻندې عکسو ته زير شي
زمونږ د هيواد په پنځه زره کلن تاريخ کې هغه ځان تيريد نه چې اولس د دی وطن د أزادی اوسمسو رتيا په خاطر ورکړی هيڅ څوک ور څخه سترګې نشی پټولې او تاريخونه ددی حقيقت شاهدی ورکوي . په تاسف سره نن د دوی په ټولو سر ښند نو باندی  د پرديانو په لمسه خاوری اړول کيږی ، کله په يو نوم او بل نوم سره رټل کيږې ، وهل کيږی ، شړل کيږی ، بندی کيږی ، بمبارکيږی ، حتې د دار تر زندي پورې رسيږي دا ټول په کوم جرم ؟
يواځې او يواخې د خپل حق غوښتولو او ناموس ساتلو په جرم ؟
وګوری د پښتون قوم بچيان ، سپين ږيرې ، تور سرې چې په خپل وطن کی بې د کوم جرم څخه  بنديان دي د تخار وﻻيت د خواجه بهاوالدين په ولسوالی کې د پښتون قوم سره بې رحمانه چلند چې د قا ضی کبير جګړه مار لخوا تر سره کيږی په دې زندان کې 700 کسان په دريو حويلو کې بې له دوا ، خوړو ، اوبو څخه د وهلو ، ر ټولو سپکولو په بدرقې سره د بی کسی او بی وسي شپې او ورځې تيروي ، دوکان پری بند دي ، نانوايې پری بنده ده ، هوټل پری بند دي ، دوا پرې بنده ده خپلې ځمکې او کورونه ور څخه نيول شوی دا ټول د يو منظم پلان په اساس تر سره شوی او تر سره کيږي . ﻻندې عکسونه وګوري
ما په زوره د خپل کور کلی نه باسي     وايې همدغه ده سزا ده چې پښتون يم
ماشومان مې په بمونو باندې وژني                پر ما جوړه کربلا ده چې پښتون يم
کچيری سوال دا طرح وي چې پخوانې دوشمنانو به د خپلی پخوانی ماتی او شرم چې پښتنو وراړولي ، د وطن څخه يې شړلی ، امپراطوری يې ورړنګه کړي او پښتون قوم د پرونی ميړانې او سر ښند نی کفاره ادا کړی او اوسنی ناخوالي بايد وزغميی دا ارمان به هغه څوک د ځان سره ګور ته يوسی چې ددی تيوری کاذب دکتورين پر مخ بيايې.
په دی اړوند يو شاعر څه ښه وايې
ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه      زه په دی افتاده ګې کې لوی ګړنګ يم
په افغانستان کې يو تعداد نوکران او چاکر صفته خلک چې د اقليتو لګکيو پورې اړه لري د غچ اخيستولو په مخه پښتانه ورپه ګوته کوي تر څو دوې ورټل شيی ، ووهل شی او دوې خپلې نا پاکې هيلې تر سره کړی  خو دا يو خوب او خيال دي او بس.
نړيوال پدې پوه شوی او بايد پوه شې چی بی له پښتون قوم د هر اړخيزی او پراخې ونډې پرته دا وطن نيمګړې او هيڅ کله به د پر مختګ پوړيو ته ونه رسيږی او تل به د پرديو د غلامی په کړيو کې بند وي او هر چلند به يې د ماتې سره مخامخ وی ځکه چې پښتانه ددی وطن يوه سترهبرخه ده د نورو راغليو ځايونه معلوم دي  او هغوی ته هم بايد خپل حق او ونډه ورکړل شي . نن دی سوال  سره د نړی ټولو صلح غوښتنونکی انسانا ن ، سازمانونو ، مدنی ټولنی مخامخ دی چې ولی دا 30 کاله همدا يوه ليکه چې د ډيورند د کړغيړنې کرښې دواړه غاړی پښتانه وهل کيږې ، بمباريږې ځپل کيږی ، ښونځی او دينی مدرسی يې سوزول کيږی ، ژوندي په سپو خوړل کيږی ، مسلکی انسان وژونکی لکه طاهر يلداژ ، بنالادين او داسی نور د سړې جګړې پر مهال ددوی په سيموکې ځای پر ځای کيږې ؟ دا ولی د دی کار لپاره يواځې دا سيمه په ګوته شوی ؟ هغه وخت (د سړې جګړې پر مهال د انتې سوتيست په نوم وټکيدل او اوس د القاعده او ترورست په نوم ټکول کيږي) دا ښاغلی خو دغربيانو د ټوکرې (سبد) د سر ګلان وه او د بهرنيانو په مستقيمه مرسته يې د ډيورند د کرښې دواړه خوا وکرل ؟
د افغانستان په اوسنی حالت کې د هيواد لوړې څوکې د همدې وسله والو جګړه مارو په ﻻس کې دي چې د دموکراسی سپيڅلې جامې همدی جنايت کارانو ناوليی کړی او غواړی چې د ټوپک په زور خپل ځانونه پدې ولس ومني خو ولس د دوی اصلی څيرې پيژنی چې هر ګروپ يې د پرديو د جاسوسی کړيو پورې تړلې او غواړی د پرديو واکمنی او دهغوی ناولې اهداف په دی ټولنه کې پر مخ بوزي  ، د دوی اصلې څيرې ټول ملت ته څرګندی دې خو په تاسف سره د ولس ژبه غوڅه او بې وسه دي  ، دا همدوی نه وه چې په يوه ورځ يې 65000 کابليان يې شهيدان کړل ، د خلکو په پت او عزت يې تيری وکړ ، د خلکو او دولت ځمکی يې ونيولی په نمرو يې وويشلی او هره نمره يې د 5000 څخه تر 10000 ډالرو پوری خرڅې کړی، دهوايې او ځمګنې ترا نسپورتونو ، باغونو ، لويو لويو صرافی ګانو ، أسمان ته رسی تعميرونو جوړول ، د ملت تاريخی ځايونه ړنګ او په خپلو منځوکې وويشل.
أيا څوک شته چې ورڅخه پوښتنه وکړی چې دا د کومه راغلل ؟    په دی اړوند د فارسی يو خوږ ژبی شاغر داسی وايې :
از کجا کرد اينقدر سيم وزرش  ،  از أسمان نه باريد بر سرش ،    يا خودش دوزد بود ويا پدرش
اوس دا سوال دی لوی ټبر ته مخامخ او له د وي نه بايد مسوﻻنه و پوښتو چی د پښتون د لوی ټبر د ژغورولو لپاره څه کول په کار دي چې په خپلو وينو ګټلي هيواد کې مظلوم واقع شويدي؟؟ نور په ننواتو ، زاريو ، شعارونو ، ليکنو باندې نه کيږی عملی او اوچت ګامونه اخيستل په کار دي ټول په يوه ليکه کې خپل وجود او فکر و پيلې او خپل حق د خپل کميت او کيفيت په اندازه و ګټي ، او هغه پښتانه چې په خټه پښتانه او په خپله سوچه ژبه شرميږي او دپردې ژبی ټرنينګکوي صبا به يې د اوﻻدنو ﻻس د دوې پر ګريوان وي ، او کچيرې خوش خدمتې نورو ژبو ته کوي يو اصل ته دی پاملرنه وکړی او د ظاهر شاه بابا څخه دی پند واخلی هغی پخپله  40 کلنه پاچهی کی يو ټکې پښتو د ثواب له پاره ونه ويله خو پرديو بيا هم هيڅ کله خپل نکړ او تر اوسه پورې يې په بدو الفاظو بد رقه کوي.
دا کسان کله نا کله وايې چې ملی وحدت دي ، ګاونډی حق لری ، پروا نلري او داسی نوری ورته خبری  زه همدا لحظه سوال کوم چې أيا يواځې پښتانه د ملی وحدت قربانيان دي؟؟
او که نور قومونه هم شته؟ أيا نور قومونه په دی اړوند کوم مسوليت په غاړه لري اوکه نه؟؟
زه د نورو ژبو سره کوم مشکل نلرم نورو ژبو ته درناوی او احترام کوم خو هر چاته بايدخپل حق د کميت په لحاظ ورکړل شي اوس اکثريت محکوم او اقليت حاکم دی چې ورته بشری ناورين هم ويلی شو دا به د ټولو نړيوالو موازينو او مقرارتو څخه ليری يو کلتوری يرغل وي د پښتون ټبر په ژبه باندې.
په پای کې زه ټولو وطن پالو ځوانانو ، مدنی ټولنو ،ريالستو فرهنګيانو ، متنفذو قومی مشرانو باندی  ږغ کوم چې د خپلی ژبې د تباهی او بربادی مخه ونيسی د صلحی او دموکراسې په ړنا کی ليڅې راونغاړې په ګډه سره په وطن کې دا لګيدلی اور مړ کړي.

      و من الله توقيق