کابل کې مخدره موادو د اوو تنو ژوند واخیست

کابل کې مخدره موادو د اوو تنو ژوند واخیست


  • 1 مياشت دمخه (04/12/2020)
  • خالد سهار
  • 80

 

په کابل کې مخدره موادو په یوه شپه او ورځ کې د اوو تنو ژوند واخیست. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وایي، چې تېره شپه څلور تنو د یوې مېرمنې په ګډون په کانټینر کې شپه تېره کړې او د دوی جسدونه په سهار کې ترلاسه شوي دي. ښاغلي آرین زیاته کړې" لومړني مالومات ښیي چې دوی مخدره توکي کارولي دي."

د آرین په خبره نن ماښام څو تنه د نشه یي توکو په حالت کې ښکیل وو او دوه تنه پکې ووژل شول.