که ناکامورا جنګسالار وای نن به د کابل زیاتره سرکونه بند و۔ د پولیتخنیک او باغ بالا پر سرک به موټرو ته تلو اجازه نه وه۔ خلک به پلي سرګردانه یوې بلې خواته تلل راتلل۔ په لارو کې به ځینو ناروغانو روغتون ته له تللو مخکې ساه ورکړې وه نن به د کابل خلک له ستونزو سره مخ وو، ځکه د لویې جرګې په خیمه کې به د هغه د تلین لویه غونډه وه۔ په اصطلاح سیاسیونو به ستونې څیرول او حکومت به یې د هغه د قاتلینو د پیژندلو او نیولو په برخه کې په ناغیړي تورناوه۔
که ناکامورا څوک وژلي وای نن به یې مینه والو په موټرونو کې له وسلو سره هرې خواته چکرې وهلې او هر خوا به یې ډزې کولې څو وښیي چې هغه څومره غښتلی و۔
که ناکامورا جنګسالار وای اوس به یې یو پوهنتون، اکاډمي یا لوی واټ او څلور لارې په نوم وه۔ او ۔۔۔ او ۔۔۔
خو ناکامورا یو عاجز او د انسانیت خدمتګار انسان و۔ د ناکامورا اروا دې له موږ څخه نه خفه کیږي موږ دلته پخپل وطن کې خپل خدمتګاران هم همداسې هیر کړي نن دلته څوک غازي امان الله خان، داکتر عبدالوکیل خان، محمود طرزي، مجید زابلي او سلګونه نور خدمتګاران هم هغسې چې حق یې دی نه یادوي۔
موږ هر یو د یو قاتل او جګړه مار تر شا روان یو د وطن اصلي خدمتګاران مو هیر کړي دي۔